کرکټ بورډ د "پرلپسې سرغړونو" له کبله د شهزاد قرار داد وځنډوه

کرکټ بورډ د "پرلپسې سرغړونو" له کبله د شهزاد محمدي قرارداد وځنډوه

د افغانستان کرکټ بورډ تر نامعلومې مودې د افغان لوبغاړي شهزاد محمدی قرارداد وځنډاوه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن شنبه د «زمري میاشتې پر۱۹مه» امریکا غږ ته وویل، چې د نوموړي قرارداد د کرکټ بورډ له اداري اصولو څخه د پرله پسې سرغړونو له امله ځنډول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني رسنیو په پېښور کې د شهزاد محمدي د تمرین یو ویدیو خپره کړې ده، چې وايي" افغان لوبغاړی شهزاد په ناقانونه توګه پاکستان کې تمرین کوي."

د افغانستان کرکټ بورډ مسؤلین وايي، شهزاد محمدي له کرکټ بورډ سره له همغږۍ پرته پاکستان ته د تمرینونو لپاره تللی دی.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک امریکا غږ ته وویل، چې افغان کرکټ بورډ په کور دننه ټولو لوبغاړو ته د کرکټ اسانتیاوې برابرې کړي، چې له‌مخې ټول لوبغاړي کولای شي په هېواد کې دننه تمرینات وکړي.

د افغان کرکټ بورډ ویاند وايي، هر لوبغاړی چې له هېواد څخه بهیر د تمریناتو لپاره ځي باید د کرکت بورډ اداره په جریان کې واچوي.خو شهزاد دغه کار نه دی کړی.

ښاغلي هوتک وویل:"بدبختانه، چې د شهزاد دغه کړنه مناسبه کړنه نه ده، چې دی «شهزاد» تللی دی له هېواد بهر تمرینات کوي، د شهزاد لپاره دلته هم ټول سهولتونه موجود دي، د کرکټ بورډ هر کار کوونکی او یا هر لوبغاړی، چې له قانون څخه سرغړونه کوي، حتماً به د اصولو له‌مخې ورڅخه پوښتنه کېږي."

د کرکټ نړیوالې شورا له اجازې پرته پاکستان ته د امنیتي ملحوظاتو له کبله د نړیوالو لوبغاړو سفرونه او لوبې بند کړي. پاکستانۍ رسنۍوايي، له شهزاد پرته نور افغان لوبغاړي هم هلته تمرین کوي.

هر نړیوال لوبغاړی هر چېرته تمرین او لوبې کولی شي، خو د یو اصول او قانون له مخې.

دا لومړی ځل نه دی بلکې، تر دې مخکې هم په پاکستاني ملا سره د شهزاد پر ملاقات، پاکستان ته پر غیر رسمي سفرونو او هلته پر تمرینونو باندې انتقادونه شوي دي.

خپله شهزاد محمدي تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.