د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستاني ملا سره د شهزاد لیدو نیوکې پارولي


UAE Asia Cup Cricket Shahzad century
UAE Asia Cup Cricket Shahzad century

شهزاد محمدي مولانا طارق سره په اردو خبرې کړي او د آسیا کپ په سیالیو کې د هند خلاف د خپلې ښې لوبې یادونه یې هم ورته کړې ده.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد شهزاد محمدي له ځینو نورو افغان لوبغاړو سره یو ځای له پاکستاني تبلیغي طارق جمیل سره لیدلي دي.

ویل کیږي چې دا ملاقات په متحدو عربو اماراتو کې شوي، خو دقیقه نیټه یې معلومه نه ده او دا هم لا معلوم نه دي چې دغو لوبغاړو ولې له ښاغلي طارق سره لیدلي دي.

د دغه ملاقات ویدیو د طارق جمیل په رسمي فیسبوک کې خپره شوې ده. په ویدیو کې شهزاد محمدي له مولانا طارق سره په اردو خبرې کوي او د آسیا کپ په سیالیو کې د هند خلاف د خپلې ښې لوبې یادونه هم ورته کوي.

د لیدو کاتو ویدیو

له ځينو مخکښو سیاسي، مذهبي، سپورتي او نورو څېرو سره لیده کاته عادي خبره وي، خو ښايي د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ اړیکې عادي نه وي. شاید همدغې مسئلې د افغان لوبغاړو او مبلغ طارق لیده کاته لانجمن کړي وي.

پر شهزاد او نورو لوبغاړو نیوکې په همدې پارېدلي چې ولې دوی له "پاکستاني ملا سره" لیدلي دي. کابل په وار وار اسلام اباد تورنوي چې په خپلې خاورې کې طالبان ساتي، پالي او بیا یې افغانستان ته د جګړې لپاره استوي، خو پاکستان دا تورونه نه مني.

په پاکستان یو شمېر ديني عالمان په ښکاره په افغانستان کې د طالبانو جنګ مشروع ګڼي او ننګه یې کوي.

د کرکټ بورډ غبرګون

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو او بازار موندنې د څانګې مشر لطف الله ستانکزي لطف الله ستانکزی وايي چې دا ډول ملاقاتونه د لوبغاړو په سرغړونې کې نه راځي.

ښاغلي ستانکزي امریکا غږ ته وویل چې لوبغاړي مذهبي ازادي لري خو "د بورډ د نظم او ډسپلین کمیټه دا ملاقات ارزوي او که کومه سرغړونه په کې شوي، لوبغاړي به خپله سزا" وویني.

بورډ وایي له لوبغاړو سره د لوبډلې مدیر او ویاند وي او معمولآ دا ډول ملاقاتونه د مدیر په مشورې او اجازې کیږي، خو دا لا معلومه نه ده چې د شهزاد ملاقات د لوبډلې په مشورې شوې کنه.

د ټولنیزو رسنیو ځینې کاروونکي کرکټ بورډ ته وړاندیز کړی دی چې باید افغان لوبغاړو ته ځينې لنډمهال روزنیز کورسونه جوړ کړل شي او هغوی دې وپوهول شي چې د سفر پر مهال له چا سره او څنګه وویني او څنګه وغږیږي.

د همدغې مسئلې په اړه دا بحث هم وګورئ:

XS
SM
MD
LG