په داسې حال کې چې روسیې او اوکراین په یو بل باندې تازه بریدونه، چې په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو ستر بلل کېږي، پيل کړي، ولسمشر ټرمپ وایي چې د پوتین او زیلینسکي ترمنځ شخصي تربګنۍ د اوکراین د جګړې د ختمېدو په وړاندې عمده خنډ دی.
ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «ما څلور جګړې ختمې کړې. ټولې یې د دغې جګړې په پرتله سختې وې. دا باید تر ټولو اسانه وای، خو دغه دوه کسان له یو بل څخه په رښتیني مانا نفرت لري.»
دا څرګندونې داسې مهال شوې چې دواړه خواوو په همدې اونۍ کې په یو بل باندې لوی بریدونه پيل کړي دي.
د جګړې د مطالعاتو انستیتوت وايي چې د مارچ له ۲۳مې نېټې څخه راهېسې روسیې په ۲۴ ساعتونو کې په اوکراین باندې د بې پیلوټه الوتکو ۱۰۰۰ بریدونه کړي، چې دا تر دې دمه په دغه جګړې کې تر ټولو ستر هوايي برید بلل کېږي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي او د لیویف په سیمه کې د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (یونیسکو) د نړیوالو میراثونو یوه سیمه هم زیانمنه شوې ده.
یونیسکو ویلي دي چې په دغې سیمې باندې برید "ډیر اندېښمن" کړي دي.
روسیې د چهارشنبې په ورځ هم په اوکراین باندې د ۱۴۷ بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي او د اوکراین د مقاماتو په وینا د چرنایف په سیمې کې په ۲۱۲۰۰۰ کسانو باندې یې برېښنا پرې کړې ده. اوکراین هم وايي چې د روسیې په خاورې کې دننه یې هوايي بریدونه کړي چې د کال تر ټولو لوی بریدونه بلل کېږي، رویټرز خبري اژانس وايي چې د دغو بریدونو له کبله د بالتیک په سمندر کې د اوست-لوګا او پریمورسک په نفتي بندرونو کې اور بل شوی او دواړو بندرونو څخه د خامو تیل انتقال درول شوی دی.
د اوکرایني مقامات د نواتیک د تیلو د تولید په تاسیساتو باندې بریدونه تائید کړي چې زېرمې او د انتقال وسائیل یې زیانمن شوي دي.
د متحدو ایالتونو په منځګړتوب د دواړو خواو ترمنځ په ابوظهبي او ژینوا کې څو ځلې خبرې وشوې او یو لړ پرمختګونه وشول، د خبرو وروستی پړاو د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه و چې په دوو ساعتونو کې ختم شو. په دې سربېره، په فلورېډا کې هم د روسیې او اوکراین له مقاماتو سره دوه اړخیزې خبرې شوې، خو د پام وړ کومه پایله یې نه لرله.
د کرملین ویاند دمتري پیسکوف د چهارشنبې په ورځ وویل چې روسیې «د موجوده چینلونو له لارې له امریکایانو سره تماسونه روان» ساتلي او د متحدو ایالتونو د منځګړتوب د هڅو هرکلی کوي.
زیلینسکي ویلي دي چې د سولې د ۲۰-مادو په چوکاټ باندې «۹۰ سلنه توافق» شوی او د قلمرو د پرېښودو مسئله مرکزي ټکی دی.
مسکو له کیف څخه غواړي چې د اوکریان په لویدیځ کې د قلمرو مهمې برخې په رسمي ډول وسپاري. اوکراین دا ډول وړاندیز په بشپړ ډول رد کړی دی.