د مهاجرت نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي ډېری افغانان د کار، عاید، خوراک، سرپناه او اساسي خدمتونو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د دې سازمان د «Returnee Resilience Overview» د سپتمبر ۲۰۲۶ راپور ښيي چې د هغو کسانو له ډلې چې په سروې پوښتل شوي او عمرونه یې ۱۴ کاله او تر هغه لوړ وو، ۶۹ سلنې د مرکې تر مخه په تېرو ۳۰ ورځو کې کار نه درلود.
حتی د هغو کسانو په منځ کې چې کار یې کاوه، ۷۱ سلنه یوازې په نیمه یا محدود ډول په کار بوخت وو. همدارنګه، ۵۴ سلنه سروې شویو کورنیو او انفرادي ستنېدونکو ویلي چې عاید یې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه و.
د دغه سازمان د سروې له مخې، ۶۹ سلنه ستنېدونکو خوراک، ۶۷ سلنه د سرپناه مرسته او ۶۴ سلنه نغدي مرسته د خپلو مهمو اړتیاوو په توګه یادې کړې دي. د کار او عاید فرصتونه هم یوه لویه اړتیا ده او ۵۶ سلنه سروې شویو ستنېدونکو ویلي چې د کار او معیشت فرصتونو ته اړتیا لري. د سرپناه وضعیت هم د راپور یوه مهمه برخه ده.
د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، ۷۷ سلنه سروې شوي ستنېدونکي په انتقالي یا موقتي سرپناوو کې اوسېدل او ۵۱ سلنه یې د اوسېدو لپاره کافي ځای نه درلود.
په سروې کې د پوښتل شویو کسانو له ډلې څخه یې ۱۴ سلنې ویلي چې له ستنېدو وروسته لږ تر لږه یو ځل له خپل استوګنځي ایستل شوي دي. په دغو مواردو کې د کور د کرایې د نه ورکولو توان تر ټولو لوی لامل و.
د راپور له مخې، ډېری ستنېدونکي له خپلو کورنیو سره افغانستان ته راغلي دي. ۸۲ سلنه سروې شوي ستنېدونکي د کورنیو په بڼه راستانه شوي او د هرې کورنۍ منځنی شمېر ۶.۱ کسان و. ماشومان د دې نفوس لویه برخه جوړوي.
د ارزول شویو ستنېدونکو ۵۸ سلنه له ۱۸ کلونو کم عمر لري. سازمان وايي، د ماشومانو دغه لوی شمېر د کورنیو اړتیاوې، په ځانګړي ډول د خوراک، سرپناه، زدهکړو، روغتیا او خوندیتوب په برخو کې، زیاتوي.
د مدني اسنادو نشتوالی هم د ستنېدونکو لپاره یوه مهمه ستونزه ده
د راپور له مخې، یوازې ۲۱ سلنه سروې شویو کورنیو د کورنۍ ټول اړین اسناد درلودل، په داسې حال کې چې اووه سلنې هېڅ اسناد نه درلودل. په ټولیز ډول، ۴۳ سلنه سروې شویو کورنیو او انفرادي ستنېدونکو ویلي چې اړوندو خدمتونو ته د لاسرسي لپاره لازم اسناد نه لري.
اساسي خدمتونو ته لاسرسی هم محدود دی. د کدوالو نړیوال سازمان وايي، ۶۲ سلنه سروې شوي ستنېدونکي روغتیايي خدمتونو، ۶۱ سلنه برېښنا او ۵۳ سلنه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له نیمايي څخه د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۳۱مې پورې د ۶.۵ میلیونو څخه ډير افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان وايي د ستنېدونکو د شمېر چټک زیاتوالی په پاکستان کې د «ناقانونه بهرنیانو د ستنولو پلان» او په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پالیسیو او د ایستلو د اقداماتو له زیاتېدو سره تړاو لري. سازمان وايي، ځینې ستانه شوي افغانان کلونه یا ان خپل ټول ژوند له افغانستانه بهر تېر کړی او اوس په افغانستان کې له محدودو ټولنیزو اړیکو او د کور، کار، خدمتونو، مدني اسنادو او خوندیتوب ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.
بلخوا بیا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري UNHCR، د اګست په راپور کې ویلي چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي وو.
له پاکستانه شاوخوا ۶۹۷ زره او له ایرانه شاوخوا ۴۸۹ زره او ۷۰۰ کسان ستانه شوي وو. UNHCR وايي، د ایران له ستنېدونکو شاوخوا ۸۳ سلنه ایستل شوي وو. UNHCR همدارنګه وايي، د ستنېدونکو لپاره د سرپناه نشتوالی، د مدني اسنادو ستونزې او د کار محدود فرصتونه د هغوی د بیا مېشتېدو په وړاندې مهم خنډونه پاتې دي.