روهینګیايي مسلمانانو سره د بد چلند په اړه د پلټنو غوښتنه وشوه

د میانمار پوځ له مسلمانانو سره په بد چلند تورن دی

د جرمونو نړیوالې محکمې د روهینګیا مسلمانانو سره د بد چلند په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د دغې محکمې یوه وکیله فاتو بنسودا، چې دا غوښتنه یې کړې ده، وايي د دوی لومړنۍ څيړڼې ښيي چې لږ تر لږه ۷۰۰زره روهینګیایي مسلمانانو د بد چلند له کبله خپل کلي او بانډې پرېښې او بنګله دېش ته تښتېدلي دي.

دغه غوښتنه ښايي په اوسني وخت کې تر ټولو بدې انساني غمیزې قربانیانو ته د عدالت ورکولو په برخه کې لوی ګام وي. د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضیان به د دغې غوښتنې تر رسمي تعقیب مخکې د ۱۴۶ پاڼو عریضه لولي.

په عریضې کې د میانمار د پوځ له لورې له روهینګیايي مسلمانانو سره د بد چلند، د هغوی د وژلو، ژوبل کېدو، پر هغوی د جنسي تیریو، د هغوی د کورونو د سوځولو او نورو ناوړو چلندونو په اړه یادونه شوې ده. د میانمار پوځ له روهینګیايي مسلمانانو سره په بد چلند تورن دی.

میرمن بنسودا ویلي دي چې هغه له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا له روهینګیايي مسلمانانو سره د بد چلند د پلټنو غوښتنه کوي خو وايي چې دا پلټنې به ستونزمنې ځکه وي چې میانمار د جرمونو د نړیوالې محکمې غړی نه دی.