روبیو: ایران سره خبرو کې 'یو څه پرمختګونه' شوي دي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن جمعه (مې۲۲) ویلي دي چې له ایران سره په خبرو کې یو څه پرمختګونه شوي دي.

که څه هم متحدو ایالتونو او ایران د پنجشنبې په ورځ د ایران د غني شویو یورانیمو او د هرمز تنګي د کنټرول په اړه په خپلو دریځونو ټینګار وکړ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن جمعه په سویډن کې د ناټو له غونډې مخکې وویل چې په مذاکراتو کې یو "څه پرمختګونه" شوي دي.

مارکو روبیو وویل: "یو لړ پرمختګونه شوي دي. نغواړم چې په اړه یې مبالغه وکړم، خو یو څه پرمختګ لیدل کیږي او دا ښه خبره ده. خو بنسټیز مسایل په خپل ځای دي. ایران هیڅکله اټومي وسلې نشي درلودلی، دا رژیم هیڅکله اټومي وسلې نشي درلودلی. او ددې د ترلاسه کیدو لپاره موږ باید د غني شویو یورانیمو مسله هواره کړو. موږ باید په لوړه کچه د غني شویو یورانیمو مسله هواره کړو. "

روبیو په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې بالاخره به د ایران غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.

ټرمپ وویل: "موږ په لوړه کچه غني شوي یورانیم ترلاسه کوو. زموږ پکار ندي. موږ یې نغواړو. ښایي موږ یې له ترلاسه کیدو وروسته له منځه یوسو، خو موږ به یې هغوی ته د درلودلو اجازه ورنکړو. "

داسې ویل کیږي چې ایران په لوړه کچه کابو ۹۰۰ پونډه غني شوي یورانیم لري کوم چې د ټرمپ په وینا یو کال وړاندې د امریکا او اسراییل په هوایي بریدونو کې تر خاورو لاندې شول.

له ایران سره د ټرمپ د جګړې یو مهم هدف ددغو یورانیمو ترلاسه کیدل دي. ټرمپ وایي تهران ته به د اټومي وسلو د جوړولو اجازه ورنکړي.

خو رویټرز خبري آژانس د دوو ایراني سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ایران مشر مجتبي خامنه یي د یوه لارښود په خپرولو سره ویلي دي چې د اټومي وسلو کچې ته نږدې غني شوي یورانیم باید بهر ونه لیږدول شي.

ولسمشر ټرمپ د هرمز تنګي په تړاو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې دا تنګي باید خلاصه وي او امریکا له دې تنګي څخه د حق العبور غوښتنه نه کوي.

ډونالډ ټرمپ وویل: "موږ غواړو چې پرانیستی وي. آزاد یې غواړو. موږ حق العبور نغواړو. دا نړیواله ده. دا یوه نړیواله ابي لار ده او حق العبور پکار ندی. هغوی اوسمهال په ورځ کې ۵۰۰ میلیونه ډالره له لاسه ورکوي. دا ډیرې پیسې دي. دا که ۵۰۰ میلیونه یا ۲۰۰ میلیونه او یا هم ۳۰۰ میلیونه وي خو هغوی ډیرې پیسې له لاسه ورکوي. زموږ له تایید پرته هیڅ یوه کښتۍ له هغه ځایه نده تیره شوې. او زموږ سمندري ځواک غوره کار کړی دی. "

له دې سره په یو وخت ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ په تهران کې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سید محسن نقوي سره لیدلي څو د امریکا او اسراییل د جګړې د پای ته رسیدو په هدف د شویو وړاندیزونو په اړه بحث وکړي.