د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي امریکا به په راتلونکو اوونیو کې هڅه وکړي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پای ته رسیدو په هدف خبرې بیا پیل کړي.
روبیو له فاکس نیوز سره په مرکه کې چې د شنبې په ورځ (اګست لومړۍ) خپره شوه وویل، سره له دې چې د پام وړ خنډونه پراته دي خو واشنګټن، د مسکو او کیف ترمنځ د دیپلوماسۍ د راژوندي کولو د فرصتونو لټه کوي.
نوموړي ددې مرکې په یوې برخه کې ویلي:"موږ همدارنګه په دې پوهیږو چې دواړه خواوي یو شمیر پیاوړې سرې کرښې لري. او تر هغه چې موږ دغه سرې کرښې یو بل ته رانږدې نکړو، موږ به هغه ځای ته ونه رسیږو."
روبیو په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې په وروستیو ورځو کې د کیف او مسکو ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوي دي.
د رویټرز خبري آژانس لیکلي چې روسیې د شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې پر کیف د مزایلو پراخ بریدونه وکړل چې له امله یې نهه کسان ووژل شول.
له دې بریدونو وروسته، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وویل چې د امریکایي پټریوت دفاعي سیستم هغه راکټونه یې خلاص شوي چې د مزایلو مخه نیولی شي.
زیلنسکي په خپل ایکس حساب ولیکل:" روانه اوونۍ، زموږ شپاړس سیمې تر بریدونو لاندې راغلې. یوازې په دې موده کې، روسانو شاوخوا ۱۹۰۰ بې پیلوټه الوتکې، نږدې ۱۶۰۰ هوايي بمونه، او د بالستیک توغندیو په ګډون، ۱۴۴ مختلف توغندي وتوغول."
بلخوا په تازه مورد کې نن یکشنبې روسي چارواکو ویلي دي چې د مسکو په مرکزي برخه کې په یوه رستورانت کې د یوې میرمنې له خوا د یو جوړ شوي ماین په چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ۲۱ کسان ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري آژانس د روسیې د ترهګرۍ ضد کمیټې په نقل ویلي، یوې میرمنې چې هویت یې لا ندی پیژندل شوی ندی هڅه وکړه چې رستورانت ته داخله شي خو د امنیتي کس له خوا ودرول شوه.
د مسکو ددې سیمې ښاروال دا بمي برید "ناوړه تروریستي عمل" بللی خو دا یې ندي ویلي چې څوک ددې پيښې تر شاه لاس لري.