د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن شنبه (مې ۲۳) وویل چې له ایران سره په خبرو کې یو څه پرمختګونه شوي او په راتلونکو ورځو کې به "د ویلو لپاره یو څه" ولري.
نوموړي چې د هند له صدراعظم نرندرا مودې سره تر ملاقات وروسته په نوې ډهلي کې د هغه هیواد په سفارت کې خبرې کولې وویل:" لکه څنګه چې ما وویل، یو څه پرمختګ شوی، یو څه پرمختګ راغلی دی. حتی اوس چې زه له تاسو سره خبرې کوم، یو څه کار روان دی. دا امکان شته چې، که نن وروسته وي، سبا وي، یا په څو ورځو کې، موږ به د ویلو لپاره څه ولرو. "
خو دغه جګپوړي امریکایي چارواکي زیاته کړه، لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ ویلي د ایران د یورانیمو موضوع باید په یو ډول نه په یو ډول هواره شي.
هغه وویل ایران هېڅکله هم اټومي وسله نشي لرلی او د هرمز تنګی باید له حق العبور پرته پرانیستی وي. روبیو وویل متحده ایالات به ایران ته اجازه ورنکړي چې د انرژۍ نړیوال مارکیټ برمته کړي.
روبیو څرګنده کړه چې ایران باید په لوړه کچه خپل غني شوی یورانیوم وسپاري او متحده ایالات باید دې مسلې ته رسیدګي وکړي.
په خبرو کې ددې پرمختګ خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې د ایران جګپوړي مرکچي محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې په ورځ په تهران کې د پاکستان له لوی درستیز عاصم منیر سره وکتل. ایراني رسنیو همدارنګه راپور ورکړی چې منیر د ایران له ولسمشر مسعود پژکیان سره هم لیدلي دي.
بلخوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه په خپله ایکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د هغه هیواد صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په ټلفون خبري وکړې .
په اعلامیه کې راغلي چې د قطر صدراعظم په دې خبرو کې د کښتیو آزاد تګ راتګ د یوه اساسي اصل په توګه چې بحث پرې نشي کیدای یاد کړ او خبرداری یې ورکړ چې د هرمز تنګي څخه د فشار د یوې وسیلې توګه کار اخیستل کولی کړکیچ زیات او په سیمه کې د هیوادونو مهمې ګټي وګواښي.
له اټومي وسلو پرته ایران باندي د امریکا ټینګار
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې وویل چې واشنګټن چمتو دی د ایران له خوا د سمو ځوابونو د ترلاسه کیدو لپاره یو څو ورځې صبر وکړي.
ولسمشر ټرمپ په وار وار ویلي که واشنګټن د تهران څخه سم ځوابونه ترلاسه نکړي نو پر ایران به بریدونه ډیر ژر پیل شي.
ولسمشر ټرمپ په ټینګار سره ویلي دي چې متحده ایالات به هیڅ وخت ایران ته د اټومي وسلو د درلودلو اجازه ورنکړي.