په اسرائيل باندې د ایران له برید وروسته روسیې او چین ژوره اندېښنه ښودلې

ایران وايي په اسرائیل یې بریدونه کړي، لا د تلفاتو په اړه یې څه معلومات نه شته

په اسرائیل باندې د ایران د شنبې د شپې د بې پيلوټه الوتکو او میزایلو له بریدونو وروسته روسیې او چین ژوره اندېښنه ښودلې او له ټولو اړخونو څخه یې غوښتي دي چې له زغم څخه کار واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه اپریل ۱۴ (حمل۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي دی: «د سیمې له هېوادونو څخه غواړو چې موجوده ستونزې له سیاسي او دپلوماتیکو لارو حل کړي... په سیمه کې د خطرناک تشدد په اړه ژوره اندېښنه لرو.»

روسیې ویلي‌ دي چې په منځني ختیځ کې یې د بحرانونو‌ او په خاص ډول د فلسطین او اسرائيل د شخړې د زیاتېدو په اړه یې له مخکې خبرداری ورکړی و او ویلي وو چې دا به د بې ثباتۍ لامل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم نن یکشنبه ویلي دي: «چین د موجوده تشدد په اړه ژوره اندېښنه ښيي او له دخېلو غاړو څخه غواړي چې د جګړې د زیاتېدو ‌د مخنوي په خاطر، له ارامتیا او زغم څخه کار واخلي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وویل: «چین له نړیوالې ټولنې او په خاص ډول د اغیزناکو هېوادونو څخه غواړي چې په سیمه کې د سولې او ثبات د تامین لپاره رغنده ونډه ولري.»

ایران د شنبې په شپه په اسرائيل باندې سلګونه بې پيلوټه الوتکې او میزایل وتوغول چې د اسرائيل او فلسطیني مقاماماتو په وینا یې تقریبآ ټول اسرائیل ته تر رسېدو مخکې په هوا کې له کاره وغورځول شول.

ایران وايي‌ دا بریدونه یې په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ باندې د برید غچ اخیستل وو. په کونسلګرۍ باندې برید کې د ایران د سپاه پاسدران د دوو جنرالانو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي دي.

ایران ادعا کوي چې دا برید اسرائيل کړی دی، خو اسرائیل تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.