د روسیې بې‌پیلوټه الوتکو د اوکراین او مالدووا په سرحدي سیمې برید کړی

حمله روسیه به انبار مهماتی در نزدیکی کی‌یف

د اوکراین چارواکي وايي، د روسي بې‌پیلوټه الوتکو د چهارشنبې په سهار وختي د اوکراین او مالدووا ترمنځ پر یوه نړیواله سرحدي سیمه برید کړی چې دوه ملکي کسان پکې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د اودیسا والي اوله کیپر په ټیلیګرام کې ویلي چې روسي بې‌پیلوټه الوتکو د اوکراین په اودیسا سیمه کې د مالدووا پولې ته څېرمه د «ستاروکوزاچې» نړیواله سرحدي دروازه په نښه کړې ده. د هغه په وینا، وژل شوي کسان د برید پر مهال د سرحدي دروازې په شاوخوا کې وو.

د برید له امله په سیمه کې پراخ اور لګېدلی او د سرحدي دروازې ځینې تاسیسات زیانمن شوي دي. د اوکراین او مالدووا ترمنځ د مسافرو او موټرو تګ راتګ هم د لنډ وخت لپاره درول شوی و.

د مالدووا صدراعظم واسیله توفان د روسیې دا برید غندلی او ویلي یې دي چې په اوکراین کې د روسیې جګړه په زیاتېدونکي ډول د مالدووا د خلکو ژوند هم له خطر سره مخ کوي.

توفان د چهارشنبې په ورځ د کابینې د غونډې په پیل کې وویل چې یوازې د اګست په میاشت کې ۱۷ روسي بې‌پیلوټه الوتکو د مالدووا هوايي حریم نقض کړی، چې د هغه په وینا، دا شمېر د تېر کال د ټولو ثبت شویو پېښو له شمېر څخه زیات دی.

هغه زیاته کړه چې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو شدت داسې کچې ته رسېدلی چې په سیمه کې د یوې عادي پېښې بڼه یې غوره کړې، چې د نوموړي په وینا، «سخت د اندېښنې وړ» ده.

د روسیې دفاع وزارت د «ستاروکوزاچې» پر سرحدي تاسیساتو برید تایید کړی، خو ادعا یې کړې چې دغه لار اوکراین ته د پوځي تجهیزاتو او محمولې د انتقال لپاره کارول کېده. د مسکو دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

پر کیف د روسیې تازه بریدونه

په همدې وخت کې روسیې د اوکراین پر پلازمېنې کیف هم تازه هوايي بریدونه کړي دي.

د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي چې د شپې په بریدونو کې اور لګیدلی، خو د لومړنیو معلوماتو له مخې د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې وشول چې روسیې پر کیف د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه وکړل. په هغه برید کې پنځه کسان ووژل شول او څه باندې۳۰ تنه نور ټپیان شول.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې د دغه برید پر مهال یې دوه بالستیک توغندي، ۳۱ کروز توغندي او ۱۴۲ بې‌پیلوټه الوتکې شنډې یا ویشتلې دي.

اوکراین هم پر روسیه بریدونو ته دوام ورکوي

بل لور ته، اوکراین هم د روسیې په خاوره کې پر اهدافو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

اوکرایني چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دغه هېواد ځواکونو د روسیې په کرسنادار سیمه کې د تور سمندرګي پر غاړه د نووروسیسک بندر یو شمېر تاسیسات په نښه کړي دي.

د اوکراین د چارواکو په وینا، په دغو اهدافو کې د روسیې د سمندري ځواکونو یو مرکز او د نفتو د بارولو یو ترمینل شامل وو.

روسیې بیا ویلي چې هوايي دفاعي سیستمونو یې د شپې په اوږدو کې د اوکراین سلګونه بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي. د روسیې سیمه‌ییزو چارواکو هم ویلي چې پر نووروسیسک د اوکراین په بریدونو کې مرګ‌ژوبله او زیانونه اوښتي دي.