زیلنسکي: روسي ځواکونه غواړي دونباس کې هر څه ویجاړ کړي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وایي روسي ځواکونو د سه شنبې په ورځ مې ۲۴ (غبرګولي دریمه) د هغه هیواد په ختیځ کې پرمختګ کړی، پرمهمو ښارونو یې بریدونه کړي او غواړي چې "هلته هرڅه له منځه" يوسي.

زیلینسکي د سه شنبې په ناوخته د هغه هیواد په ملي ټلویزیون کې د وینا پرمهال د دونباس وضعیت "ډیر ستونزمن" وباله او ویې ویل چې مسکو پر سورودونتسک او څو نورو ښارونو پراخ برید پیل کړی دی.

نوموړي وویل د روسیې پوځ په یاده سیمه کې د برید لپاره خپل ټول نظامي قوت کارولی دی.

پر اوکراین د روسیې له برید څخه درې میاشتې تیرېږي او زیلنسکي د زرګونو نارینه او ښځینه اوکراینیانو د وژل کیدو په ویر کې یو ځل بیا له بهرنیو شریکانو وغوښتل چې له کیف سره د وسلو مرسته وکړي او دا "په نړۍ کې د ثبات لپاره غوره پانګونه ده."

د اوکراین د شرقي سیمې لوګانسک والي سرګي ګایدای وویل روسي ځواکونو پر دې ښار د واک د ټینګیدو او په اوکراین کې د پرمختګ په خاطر پر سورودونتسک ښار هوایي، راکټي، د توپخانو، هاوانونو بریدونه پيل کړي دي.

ښاغلي ګایدای پر ټیلیګرام د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي:"وضعیت ډیر ستونزمن دی او له بدمرغه مخ په خرابیدو دی. د هرې ورځې په تیریدو خرابیږي او حتی هر ساعت. روسي ځواکونو پریکړه کړې چې سورودونتسک په بشپړ ډول ویجاړ کړي."

بلخوا د روسیې دفاع وزیر په روښانه ویلي چې مسکو په اوکراین کې د اوږدې جګړې لپاره تیاری درلود.

د اوکراین ولسمشر وویل، هر څومره چې جګړه غځیږي، په هماغه اندازه به د آزادۍ د ساتلو قیمت نه یوازې په اوکراین بلکې په ټوله آزاده نړۍ کې لوړ شي.

اوکراین سره د غرب مرستي

له اوکراین سره د غربي هیوادونو مرستې ددې لامل شوي چې یاد هیواد د پلازمینې کیف په ګډون ګڼ شمیر سیمې له روسي ځواکونو ونیسي.

روسیې اوس خپل تمرکز د اوکراین جنوبي سواحلو او په ختیځ د دونباس سیمې ته اوړلی دی، هغه سیمه چې له روسیې سره سرحد لري‌ او روسي پلوي بیلتونن غوښتونکي‌ اوکراینیان پکې اوسیږي.

د ملګرو ملتونو په وینا پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه تر اوسه پورې څه باندې شپږ میلیونه اوکراینیان له هیواد څخه بهر مهاجر شوي او اته میلیونو په کور دننه بیځایه شوي دي.