سعودي عربستان له ترکیې څخه بې پیلوټه الوتکي پیري

سعودي عربستان د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۱۸ (سرطان۲۷) له یو ترکیې شرکت سره د بې پیلوټه الوتکو د اخیستلو تړون لاسلیک کړ.

دا قرارداد د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په موجودیت کې لاسلیک شو. اردوغان د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته ورسېده.

د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاد خالد بن سلمان په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې هېواد یې د «وسله والو ځواکونو د چمتوالي د زیاتولو» او «د خپلو دفاعي او صنایعو وړتیاو د قوي» لپاره دغو بې پيلوټه الوتکو ته ضرورت لري.

د سعودي عربستان مقاماتو د دغه تړون ارزښت نه دی ښودلی، خو د ترکیې د بیکر شرکت په خپل ټویټر کې دا د ترکیې په تاریخ کې «د هوايي چلند او دفاعي صاداراتو تر ټولو لوی تړون» یاد کړی دی.

ترکیې له سعودي عربستان او متحدو عربو اماراتو سره د اړیکو د ښه کولو

چندین یادداشت تفاهمنامه را در بخش‌های انرژی، املاک و سرمایه‌گذاری‌های مستقیم نیز امضا کرده اند.

د سعودي عربستان د صنایعو او پوځ د وړتیا لوړول د شهزاد محمد بن سلمان د لیدلوریو او طرحو برخه ده، چې هدف یې د تیلو په صادراتو باندې د سعودي عربستان اتکا کمه کړي او نورې اقتصادي سرچېنې ومومي.

د ترکیې بیکر شرکت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دتړون په اساس به دا شرکت له سعودي عربستان سره د تکنالوژۍ او بې پیلوټه الوتکو د تولید په برخو کې هم کار کوي چې د دواړو هېوادونوح دفاعي وړتیاوې ښې شي.

د سعودي عربستان دولتي اژانس خبر ورکړی دی چې دواړو هېوادونو د انرژۍ، املاکو او پانګونې په برخو کې یو لړ تفاهم لیکونه لاسلیک کړي.

ترکیې، چې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د دموکراسۍ پلوه ډلو ننګه کوي او په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د عرب خبریال جمال قاشجي له وژلو وروسته تر سختو انتقادونو لاندې وه، په تېرو څو کلونو کې د خلیج له هېوادونو سره ښه روابط نلرل.

ټاکل شوې چې رجب طیب اردوغان له سعودي عربستان څخه وروسته قطر او بیا متحدو عربو اماراتو ته ولاړ شي.