د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي‌ د زلزلې ځپلې ترکیې مرکزي بانک ته پنځه میلیارد ډالر انتقال کړل 


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان

سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ مارچ سپږمه (کب ۱۵) وویل چې د ترکیې په مرکزي بانک کې پنځه میلیارده ډالر زیرمه کوي. دا اقدام د جمهوري ریاست تر انتخاباتو مخکې له انقلاسیون سره د مخامخ او زلزلې ځپلې ترکیې لپاره یو لوی پرمختګ دی.

د سعودي عربستان حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سعودي د ګرځندوی وزیر او ددې هیواد د پراختیایي صندوق د رئیسه هیت مشر احمد الخطیب د ترکیې د مرکزي بانک له مشر سهاپ کاوشیو اوغلو سره "د پنځه میلیارد ډالرو د زیرمه کولو مهم" تړون لاسلیک کړ.

په اعلامیه کې راغلي، "دا زیرمه کول د نږدې همکارۍ او تاریخي اړیکو نښه ده چې د سعودي عربستان او ترکیې جمهوریت او د هغه د وروڼو خلکو ترمنځ شتون لري."

دا پریکړه، چې د ترکیې د بهرنیو اسعارو د زیرمه کولو او د انفلاسیون سره د مبارزې په برخو کې به مرسته وکړي، د عربستان د پاچا سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان په امر شوې ده.

دا اقدام پداسې حال کې کیږي چې په ۲۰۱۸ کې د استانبول په قونسلګرۍ کې د سعودي ژورنالیست او د سعودي د حکومت منتقد جمال خاشقجي له وژل کیدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ روابط زیانمن شوې دي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې هغه وخت سعودي اجنټانو خاشقجي وواژه او ټوټه ټوټه یې کړ او د بدن پاتې شوني یې تر اوسه نه دي موندل شوي.

ترکیې په هغه وخت کې د قضيې په کلکه تعقیبولو، د تحقیقاتو په پیلولو او نړیوالو رسنیو ته د قتل د کره توضیحاتو په اړه د معلوماتو ورکولو سره سعودي عربستان په غوسه کړ.

د متحده ایالاتو استخباراتي چارواکي باور لري چې دا عملیات د شهزاده محمد بن سلمان لخوا "منظور شوي" دي، که څه هم سعودي چارواکي دا ردوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مخکې ویلي وو چې د سعودي حکومت په "لوړې کچې" ددغه ژورنالست د وژلو امر کړی، خو هیڅکله یې شخصا شهزاده محمد نه دی تورن کړی.

اردوغان د عربستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د بیا رغولو لپاره سخته هڅه کړې؛ هغه اقدام چې شنونکي یې په لویه کچه د اقتصادي ملحوظاتو په خاطر ګڼي.

د تیر کال په اپریل کې اردوغان په ۲۰۱۸ کې د خاشقجي له وژنې وروسته سعودي عربستان ته خپل لومړی سفر وکړ. هغه مکې ته تر سفر مخکې له شهزاده محمد بن سلمان سره هم ولیدل او بیا شهزاده محمد د جون په میاشت کې انقرې ته سفر وکړ.

ترکیه د تیرې میاشتې د ۷.۸ درجې لویې زلزلې او د سخت انفلاسیون له امله د د ترکي پیسو (لیرې) د کمزوره کیدو سره مخامخ ده. لزلې ددې هیواد لویې برخې او د سوریې ځینې برخې ولړزولې او له ۵۰ زرو څخه زیات خلک یې ووژل.

پداسې حال کې چې د جمهوري ریاست ټاکنو ته یوازې څو میاشتې پاتې دي، اردوغان باید اوس د نړیوال بانک د اټکل له مخې څه دپاسه ۳۴ میلیارد ډالر اقتصادي تاوان راجذب کړي.

XS
SM
MD
LG