شاهد اپریدی په کروناویروس اخته شوی

شاهد اپریدي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي‌چې په کروناویروس اخته شوی دی

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان شاهد اپریدی وايي چې دکرونا په ویروس اخته شوی دی.

ښاغلي اپریدي د شنبې په ورځ جون۱۳ (غبرګولي۲۴) په خپلو رسمي ټولنیزو پاڼو، فیسبوک او ټویټر کې په ویروس د خپل اخته کېدو خبر خپور کړی دی.

هغه لیکلي دي: "د پنجشنبې راهېسې ښه نه یم او وجود مې بد درد کوي. زما معاینه وشوه او له بده مرغه د کروناویروس نتیجه مې مثبته ده. د بېړنۍ روغتیا لپاره ستاسو دوعاګانو ته اړتیا لرم. "

شاهد اپریدی د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د پاکستان لپاره کرکټ کاوه او د دغه هېواد د ملي لوبډلې کپتان هم و.

هغه د خپل وخت یو چټک توپ وهونکی و چې په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې په کمو توپونو د ۱۰۰ منډو لومړی ریکارډ یې هم جوړ کړی دی.

اپریدی داسې مهال په کروناویروس اخته شوی دی چې د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په پاکستان کې د کروناویروس له کبله شاوخوا ۲۵۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۳۲زره نور په دغه ویروس اخته دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې یې څه باندې ۴۲۶ کسان مړه کړي او شاوخوا ۷.۶ میلیون نور پرې اخته دي.