یوه لویه اسماني ډبره د ځمکې خوا ته په حرکت ده

د امریکا متحده ایالاتو د فضايي څېړنو ملي ادارې(ناسا) ویلي چې د یوه لوی ساختمان په اندازه یوه ډبره په تېزۍ سره د ځمکې خواته په حرکت ده.

ناسا ویلي چې دغه ډبره مدار ته نژدې کیږي چې احتمال لري په خطر ناک ډول د ځمکې په مسیر کې ځای پر ځای شي.

د اسماني ډبرو څېړنیز مرکز ویلي چې دغه لویه ډبره له فضا څخه په ساعت کې د ۳۲زره کیلومتره فاصلې په طی کولو سره د ځمکې لور ته په حرکت ده.

له ناسا څخه د تر لاسه شوو انځورونو له مخې، دغه لویه ډبره نژدې ۴۴ متره عرض لري او د شیکاګو د اوبو له مشهور برج څخه لږ کوچنۍ ده.

پر همدې مهال د ناسا کارپوهانو ویلي چې د ځمکې د مدار خواته د دغه ډبرې حرکت او د ځمکې پر کرې یې لګېدل په ډېر احتمال سره چې ډېر خطر ناک نه وي.

د ناسا کارپوهانو همدارنګه وړاندوینه کړې چې دغه لویه ډبره د ځمکې فضا ته په داخلېدو سره اور اخلي او د یو لوی اسماني چاودنې لامل ګرځي.

کارپوهانو ویلي چې د دغه ډبرې د چاودنې څخه د رامنځته شوي انرژۍ د فضا خواته تللې او د ځمکې له فضا څخه بهر کیږي، خو د دغه انرژۍ ځينې برخې ممکن د ځمکې خواته راشي چې د ساختمانونو د زیانمنېدو، د شیشو ماتېدو لامل شي.