د جنوبي کوریا واکمن ګوند پارلماني انتخابات وګټل

د جنوبي کوریا واکمن ګوند د چهارشنبې د ورځې اپریل ۱۵ پارلماني انتخابات په غوڅ اکثریت سره وګټل.

د انتخاباتو نتیجې چې د مقاماتو په وینا تقریباً بشپړې شوي ښیي چې د جمهور رئیس مون جي د موکواتیک ګوند د یو بل ګوند سره په ایتلاف د پارلمان د ۳۰۰ څوکیو څخه ۱۸۰ څوکۍ ګټلي دي او د راتلونکي وحدت په نامه مخالف ګوند د خپلو متحدو نورو ګوندونو سره په ګډه یواځې ۱۰۳ څوکۍ ترلاسه کړي دي.

د جنوبي کوریا د انتخاباتو د ملي کمیسیون په وینا د کروناویروس د خپریدو د ویرې سربیره په ټاکنو کې د خلکو ګډون په تیرو ۳۰ کلونو کې بیساری و او ۶۶.۲ فیصدو وګړو په کې برخه اخیستې وه.

د رپوټونو له مخې څه دپاسه ۱۷ میلیونه کسان د چهارشنبې په ورځ د رای ورکولو مرکزونو ته لاړل او شاوخوا ۱۱.۸ میلیونه کسانو دمخه په مستقیمه او یا هم د پُست له لارې رای ورکړې دي.

د جنوبي کوریا واکمن ګوند پدې وروستیو کلونو کې د اقتصادي ستونزو او د اداري فساد څو پیښو برسیره کیدو په وجه د مشکلاتو سره مخامخ دی. خو د کروناویروس د خپریدو په ترڅ کې د جمهور رئیس مون پر ځای او ګټور اقدام د هغه څخه د خلکو د ملاتړ سبب شوی دی.

په جنوبي کوریا کې د چهارشنبې د ورځې پارلماني انتخابات پداسې حال کې وشول چې دغه هیواد د کروناویروس د خپریدو د مشکل په وړاندې په مبارزه بوخت دی.

د جنوبي کوریا مقاماتو د رای اچوونې د بهیر په ترڅ کې د رای اچونې ټول مرکزونه دواپاشي کړي و او رای ورکوونکو د ماسکونو، دستکشو او په لاسونو باندې د عفونیت ضد موادو د وهلو سربیره یو له بل څخه یو متر ټولنیزه فاصله هم ساتله.

جنوبي کوریا د چین وروسته له لومړنیو هیوادونو څخه و چې د کروناویروس په کې خپور شو، خو ددغه هیواد مقامات وتوانیدل چې په چټکۍ سره ددغه ویروس د لا زیات خپریدو مخه ونیسي.

په جنوبي کوریا کې تر دې مهاله ۱۰۶۱۳ تنه په کروناویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۷۶۱۶ تنه یې بیرته روغ شوي او ۲۲۹ تنه مړه شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.