د هند د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره سشما سوراج د زړه د سکتې له امله د ٦٧ کلونو په عمر مړه شوه.
سشما سوراج د زړه د ناڅاپي سکتې له امله د نوي ډیلي یو روغتون ته ورسول شوه چې هلته یې ساه ورکړه.
سشما سوراج چې د هند د صدراعظم نریندر مودي یوه نژدې سیاسي ملګرې وه په ٢٠١۴ کال کې د هند د بهرنو چارو وزیره وټاکل شوه، خو د تېرو دوو کلونو راهیسې یې صحت ښه نه و نو ځکه یې په تیرو انتخاباتو کې برخه وانه خیسته.
د هغې د مړینې د خبر د خپرېدو نه وروسته د هند صدراعظم په یو ټویټ کې ولیکل چې د هند د سیاسي تاریخ یوې روښانه څېرې د نړۍ نه سترګې پټې کړې او د ملت لپاره یې د هغې خدمت وستایه.
A glorious chapter in Indian politics comes to an end. India grieves the demise of a remarkable leader who devoted her life to public service and bettering lives of the poor. Sushma Swaraj Ji was one of her kind, who was a source of inspiration for crores of people.
— Narendra Modi (@narendramodi) August 6, 2019
د بهارتیا جنتا ګوند برسیره د هند د حکومت سیاسي مخالفه ګوندونو هم د هغې په مړینې د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي دي.