د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان مودي ته په انتخاباتو کې د کامیابۍ مبارکي ورکړې


د پاکستان صدراعظم عمران خان د هند بهارتیا جنتا گوند مشر نریندر مودي ته د انتخاباتو په گټلو مبارکي ورکړيده او ویلي یې دي چې په سیمې کې د امن لپاره ورسره یو ځاې د کار کولو هیله لري.

عمران خان نریندر مودي ته په یو ټویټ کې مبارکي ورکړله او ورته وویل چې هیله لري یو ځاې به په سیمه کې د سولې لپاره کار وکړي.

عمران خان ولیکل:

"زه په انتخاباتو کې د بهارتیا جنتا او د هغوي د اتحادي گوندونو په بري نریندر مودي ته مبارکي ورکوم او په جنوبي اسیا کې د سولې، پرمختگ او خوشحالۍ لپاره د هغه سره کار کولو ته هیله مند یم."

عمران خان پداسې حال کې نریندر مودي ته مبارکي ورکړیده چې د دواړو ملکونو اړیکې د تیرو څو میاشتو راهیسې خرابې دي.

د یادونې وړ ده چې خان پداسې حال کې مودي ته د انتخاباتو گټلو مبارکي ویلي ده چې په هند کې د رایو شمیرنه روانه ده او د لمړیو نتایجو په اساس د مودي گوند د حکومت جوړولو لپاره پریکړه کونکي څوکۍ ترلاسه کړیدي.

له بلې خوا د هند د بهرنو چارو پخوانۍ وزیرې سشما سوراج هم د پاکستان د بهرنو چارو د وزیر محمود قریشي سره په کرغستان کې غیر رسمي ملاقات وکړ او هغه ته یې وویل چې: "ما ستا لپاره یو څه خواږه راوړي دي ځکه ته کله کله ډیرې ترخې خبرې کوی، زه غواړم چې خوله دې خوږه شي."

XS
SM
MD
LG