د لاس رسي وړ اتصالات

په ټویټر د هند او پاکستاني چارواکو جنجال


سشما سوراج
سشما سوراج

د پاکستان د سند په صوبې کې د هندو مذهب اقلیتي ډلې استازي تور لگوي چې مسلمانان یې پیغلې نجونې تیښتوي او په زوره یې مسلمانوي

د هند او پاکستان چارواکو هغه وخت په ټویټر جنجال وکړ چې د هند د بهرنو چارو وزیرې سشما سوراج د هغو پاکستانۍ هندوانو نجونو په اړه ټویټ وکړ چې ویل کیږي په سند کې "د خپل کوره برمته شوي، مذهب پریښودو ته مجبوره شوي او بیا ودول شویدي،" د دغو نجونو د پلار ویډیو په ټولنیزو رسنیو شریکه شویده چې پکې هغه د حکومت نه د مرستې خواست کوي.

سشما سوراج ولیکل چې په پاکستان کې یې د هند د سفیر نه غوښتي دي چې په دغه مسله ورته رپورټ ولیږي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري دغه د پاکستان په داخلې چارو کې مداخله وبلله او خبرې غونډې ته یې په وینا کې وویل چې دا ډول پیښې هر چیرته کیدی شي او دا چې هند دې د خپل ملک غم وخوري.

هغه وویل: "که هندوانې نجونې د کورونه نه برمته شوې وي نو زمونږ حکومت یې تحقیقات کوي خو هند دې د خپل چلند په اړه سپیناوې وکړي چې په خپل ملک کې د مسلمان اقلیتونو سره څه کوي. د اقلیتونو سره چې کوم بد سلوک په هند کې کیږي د هغې مثال په نړۍ کې بل ځاې نه لیدل کیږي."

سشما سوراج د فواد چوهدري نیوکو ته په خپل ټویټر سخت ځواب ووایو. هغې ولیکل:

"ما یواځې په پاکستان کې د دوو کم عمره نجونو د برمته کیدو او په زوره د مسلمانولو په اړه رپورټ غوښتې و خو ته پرې ډیر غوسه شوی. دا څرگندوي چې د غلطۍ احساس لری."

دا لمړی ځل نه دی چې په پاکستان کې د غیر مسلمانانو لوڼه تښتول کیږي او بیا مسلمان ځوانانو ته په نکاح کیږي.

د ډان ورځپاڼه رپورټ لیکي چې په پاکستان کې هر کال شاوخوا زر تنه غیر مسلمانې نجونې اسلام قبلوي.

د یادونې وړ ده چې د هندوانو نجونو د تښتولو او بیا په مذهب بدلولو مجبورولو وروستۍ پیښه هغه وخت مخې ته راغله چې په ټولنیزو رسنیو د دوو هندوانو نجونو (روینه او رینا) د پلار یوه ویډیو شریکه کړل شوه چې پکې هغه د یوه پولیس تانی مخې ته ناست دی او ژړا فریاد کوي چې هغه دې ووژل شي خو تر هغه به کور ته بیرته لاړ نه شي چې لوڼه یې ورته بیرته راوستل شي.

په سند کې د اقلیتونو د حقونو فعالې وینگاس امریکاغږ ته وویل چې په تیرو دوو میاشتو کې د دیرشو نه زیاتې نجونې په زوره مسلمانې شوي او بیا ودول شویدی. هغې وویل: "د پاکستان حکومت تر اوسه پورې په دغه مسلې ځان نانگاره کړیدی. مونږ په سند کې دننه د چارواکو نه غوښتي دي چې د هندوانو ضد دغه فعالیتونه ودروي خو تر اوسه پورې حکومت زمونږ خواستونه نه دي ځواب کړي. دلته ډیر ظلم روان دی."

د ویډیو چې په زرگونو کسانو شریکه کړه، د صدراعظم عمران خان پام یې هم ځان ته راړولی دی او ښاغلي خان د دغې پیښو په اړه د تحقیقات امر کړی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG