په دمشق کې د اوربند سربیره نښتې شوي

د سورېې د دمشق په ښار کې د ملگروملتونو د یوې میاشتي د اوربند د غوښتنې برسیره د مخالفو خواو ترمنځ نښتې شویدي جې پکې مرگ ژوبله اوښتي ده.

په برتانیې کې د سوریې د بشري وضع د څار ډله وایي چې په دغو نښتو کې شاوخوا نهه تنه وژل شویدي او ٣١ زخمیان دي. د یادونې وړ ده چې د دغو تازه نښتو نه وروسته په یوې اونۍ کې د وژل شوو شمیر د ٥٠٠ نه زیات شویدی.

د سوریې دولتي رسنۍ وایي چې حکومتي عسکر د گواتا سیمې ته ننوتي دي خو مخالفه ډله دغه ادعاگانې ردوي.

د ملگروملتونو د اوربند د غوښتنې نه وروسته په جگړې کې یو څه کموالی لیدل شوی و خو نښتی په مکمله ډول بندې شوې ندي. پدې برسیره د استوگنې په ځایونو په بمباریو کې هم کموالی لیدل کیږي.