د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني او فرانسه: پوټین دې په سوریه کې اوربند عملي کړي


یوسوریايی گوډ د تخرگ په لکړه روان دی او د دوما په ښارگوټي او ختیځه الغوطه کې له ودانیو نه لوگي پورته خیژي. دفبروري ٢٣- مه ٢٠١٨ کال
یوسوریايی گوډ د تخرگ په لکړه روان دی او د دوما په ښارگوټي او ختیځه الغوطه کې له ودانیو نه لوگي پورته خیژي. دفبروري ٢٣- مه ٢٠١٨ کال

د جرمني حکومت وايي چې د جرمني او فرانسې مشرانو له پوټین نه په ټینگه غوښتي دي چې د ملگرو ملتونو دهغه پریکړه لیک چټک او بشپړ تعمیل ته لاره اواره کړي چی په سوریه کې د دیرش ورځو لپاره د اوربند غوښتنه کوي.

د جرمني حکومت وايي چې د جرمني او فرانسې مشرانو له پوټین نه په ټینگه غوښتي دي چې د ملگرو ملتونو دهغه پریکړه لیک چټک او بشپړ تعمیل ته لاره اواره کړي چې په سوریه کې د ۳۰ ورځو لپاره د اوربند غوښتنه کوي.

د جرمني او فرانسې مشرانو داهم وویل چې دا اوربند به د ملگرو ملتونو په منځگړتوب د سورېې د شخړې د سیاسي حل لارې د پرمختگ لپاره هم د بنسټ په توگه وکارول شي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شوری په سوریه کې د دیرش ورځو لپاره د اوربند پریکړه لیک منظور کړی دی، خو د بشارالاسد د حکومت استازی وایي، هغوی حق لري چې د یاغیانو بریدونو ته ځواب ورکړي. د اوربند د پریکړه لیک تر منظؤریدو وروسته، متحدو ایالاتو او روسېې پر یو بل تورونه هم لگولي دي.

په ملگرو ملتونو کې د متحدو ایالاتو سفیره نیکی هیلي وايی پکار ده بشري مرستی بې له ځنډ نه هغو ملیونونو خلکو ته ورسول شی چې ډیر زیات ېې ناروغان او زخمیان دي.

په ملگرومتلونو کې د امریکاسفیرې نیکي هیلی پرروسیه تور ولگاوه چې د اوربند په اړه د پریکړه لیک په ځنډولو کې ېې له ډیرو تاکتیکونونه کارو اخیست .

د سوریی اوربند
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

نیکي هېلي وویل"..متحده ا یالات غواړي چی اوربند وشي او دا پریکړه لیک سمدلاسه په ټول هېواد کې عملي ‍شي دا ډیره مهمه ده چی داسد رژیم او دهغه متحدین زموږ غوښتنې ومني او د شرقي الغوطی پرسیمه بریدونه بند کاندي."

د دمشق نه د باندی په ختیځه الغوطه باندی د تیرې شنبې په ورځ د روسیې اوسوریې د رژیم د پرله پسې هوایې بمبارېو له امله لږ ترلږه ٢۴ کسان وژل شوي دي.

د سوریې د هوایې قواو جیټ الوتکو چې روسیه یې هم ملاتړ کوي د شنبی په ورځ یې پرختیځه الغوطه باندې بې دریغه بمباري وکړله. په څو تیرو ورځو کې لږ ترلږه پنځه سوه کسان ددغو بمباریو له امله وژل شوي دي. په وژل شویو کې ١٢٠ ماشومان هم شامل دي.

نیکي هېلي په دې اړه زیاته کړله پکار ده دغې سیمی ته سمدلاسه دخوراکي موادو، او د درملو وروړلو ته اجازه ورکړل شي. هغې ویول دامنیت په شوری کې موږ هریو باید خپله بر خه کار وکړو، څو د اسد پر رژیم باندی ډیر کلک فشار راولو چې عملي گامونه پورته کړي.

د تیرې چارشنبی په ورځ د ملگرو ملتونو عمومی منشی یوه احساساتي غوښتنه وکړله چی په سوریه کې دې سمدلاسه اوربند وشي او خلکو ته دې د ژوندانه ضروري شیان ور ورسول شي.

کوېټ او سویډن هم د خپل پریکړه لیک مسوده چمتو ساتلی وه چی درایو ورکولو لپاره پرې کار وشی. خو خو روسېي ېې دغه کار وځنډاوه.

په ملگرو ملتونو کی د روسیی سفیر د نیکي هېلی دغه ادعاگانې ردکړلی. هغه وویل دده هېواد ډیر سخت کاروکړ چی دغی موافقی ته ورسیږي.

په ملگرو ملتونو کې د روسېې سفیر واسیلي نېبینزیا وویل"..داممکنه نه وه چی دغه هدایات او لارښوونی د جگړې ددواړو خواو لپاره له یوې ټینگې موافقی نه پرته په سوریه کې عملی شي. هغوی پرته له دېنهیوه اوربند ته نشوای رسیدلی. دغه غېر واقعی کړنلاره به په سوریه کې د سملاسي بشرین ناورین په حل کې مرسته ونکړي. هغه وویل دابه ډیره سادگی وي چې داسې فکر وشي چې داسې سخت مسایل به سمدلاسه حل شي. موږ په دې باوریو چې په داخل کې به دواړه خواوې په خپل نفوذ له دې کارسره مرسته وکړي.

ختیځه الغوطه چې د دمشق نه د باندې پرته ده د بشارالاسد د رژیم د مخالفانو وروستي غټ سنگر دی او له څلور سوو زرو نه زېات خلک په کې اوسیږي. خلک له هوایې بمباریو نه د ځانونو دژغورلو هڅې کوي اوپه زیر زمیني پناگاوکې پټیږي؛ خوهلته هم خوندي نه وي.

روسیه اومحلي انډیولان یې پرطبي مرکزونواوروغتونو باندې هم بمبارۍ کوي اوڅو تنه ډاکتران او نرسان پکې وژل شوي دي.

نیکي هېلی پرروسه غږ وکړ چی هیله من یو دا پریکړه لیک به هغه مهمه نقطه وی چی روسیه له موږ سره یوځای شی او ددې شخړې دیوسیاسی حل لپاره اقدامات وکړو.

XS
SM
MD
LG