د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او روسیه په سوریې کې د ملکي تلفات مسول دي- امریکا


په ختیځه غوطه کې د سوریې د رژیم د الوتکو بمباري
په ختیځه غوطه کې د سوریې د رژیم د الوتکو بمباري

د دمشق نه دباندی په ختیځه غوطه باندی د شنبې په ورځ د سوریې د رژیم او د روسي الوتکو د پرله پسې هوایې بمباریو له امله لږ تر لږه ٢۴ کسان وژل شوي دي.

د سوریې د هوایې قواو جیټ الوتکو چې روسیه یې هم ملاتړ کوي د شنبی په ورځ پر ختیځه غوطه باندې بی دریغه بمباري وکړله. په څو تیرو ورځو کې د ١٢٠ماشومانو په شمول لږ تر لږه پنځه سوه کسان ددغو بمباریو له امله وژل شوي دي او د مرگ ژوبلې کچه هره ورځ لوړیږي.

په سوریه کې د بشري حقوقو د څار مؤسسه Syrian Observatory for Human Rights د عیني شاهدانو له قوله رپوټ ورکوي چې د شنبی د ورځې بمبارې د انساني تلفاتو په حساب د روانې اونۍ تر ټولو سخته بمباري وه.

په داسې حال کې چې په پرله پسې توگه د ختیځې غوطې له پاسه روسي جیټ او ببمارد الوتکې گرځیدلې او بمونه یې اچول، د ژغورنې رضاکارانو ونه شوو کړای چې زخمیان یا مړي د ړنگو شویو ودانیو له خاورو او خزلو نه راوباسي.

د رپوټونو له مخې روسیه او محلي انډیولان یې پر طبي مرکزونو او روغتونو باندې هم له بمبارۍ نه ډډه نه کوي او څو تنه ډاکتران او نرسان هم وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیدر ناورټ وایي "د څو تیرو ورځو په موده کې له ۴٠٠ نه زیات ملکیان پر ختیځه غوطه باندی د سوریې د رژیم د مسلسلو بمباریو په نتیجه کې په ډیره بی رحمۍ وژل شوي دي او ټول ښه پوهیږو چې یواځې روسیه نه بلکه ایران هم د سوریې د رژیم تر شا ولاړ دی او که روسیه ورسره ملگرې نه واې کومه تباهي چې مونږ یې گورو، هغه به نه وای پیښه شوی". میرمن ناورټ وایي چې ددغو وژنو ذمه واري د روسیې په غاړه ده.

د شنبې د ورځې په بمباریو کې د حمرویه او دوما په شمول د ختیځې غوطې په شاوخوا کې پراته څو ښارگوټي په نښه شوي دي.

ملگري ملتونه وایې چې په ختیځه غوطه کې څلور سوه زره خلک عاجلو بشري مرستو، دواگانو او خوراکي موادو ته اړتیا لري. ختیځه غوطه چې له دمشق نه ١٧ کیلومټره لېرې پرته ده د النصرې جبهې او احرار شام په نوم د دوو وسله والو اسلامي ډلو په کنټرول کې ده او د سوریې د رژیم ځمکنیو قواو له ٢٠١٣ میلادي کال راهیسې محاصره کړې ده.

XS
SM
MD
LG