د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په لانجه کې د ایراني او اسرائیلي الوتکو غورځیدل


د اسرائیلي F-16 جت الوتکې پاتې شوني چې د هغه هیواد د مقاماتو په وینا ایراني قواو ویشتلې ده
د اسرائیلي F-16 جت الوتکې پاتې شوني چې د هغه هیواد د مقاماتو په وینا ایراني قواو ویشتلې ده

اسرائیلي پوځیان وایي د سوریې حکومت د دوی یوه جنگي جت الوتکه د شنبې په ورځ د اسرائیل په شمال کې غورځولې ده.

په اسرائیل کې مطبوعاتو ویلي دي چې ددې هیواد یوه جنگي جيټF-16 الوتکه د سوریې د "دافع هوا میزایل" ویشتلې ده، خو پیلوټان یې توانیدلي دي چې د ځانونه په پراشوټ ځمکې ته ښکته کړي او ژوندي ژغورل شویدي. . دا هم ویل شوي چې یو پیلوټ سخت او بل یې په سطحي توگه ټپي شوي دي.

بل پلو بیا اسرائیل اعلان کړی چې یوه ایراني بې پیلوټه الوتکه یې ویشتلې ده چې "د اسرائیل پر هوایي حریم یې تیری کړی و". اسرائیل دا هم ویلي دي چې لږ تر لږه په ١٢ ځایونو هوایي بریدونه کړي چې ایراني او سوري قواوی په کې میشت وې.

خو د اسرائیل د پوځ یو ویاند د شنبې په ورځ وویل چې هیواد یې د سوریې سره د لانجې د سختیدو په لټه کې نه دی.

د اسرائیل د پوځ ویاند جاناتان کنریکس، دا هم ویلي دي حکومت یې دا توان لري چې هر ډول برید ته ځواب ووایي. خو هغه ټینگار وکړ چې "مونږ د اوضاع د وخامت په لټه کې نه یو. دا اقدام زمونږ پر هوایي حریم باندې د ایران د تیري په وړاندې یو دفاعي عمل و".

د اسرائیل پوځي ویاند همداشان ویلي دي چې "ایران د اسرئیل د حاکمیت پر وړاندې د جدي تیریو مسؤل" دی.

د سوریې حکومتي رسنیو د هغه هیواد د مقاماتو په وینا رپوټ ورکړی چې د اسرائیلي جت ویشتل د سوریې په خاوره کې "د اسرائیل تازه تیري" ته ځواب دی.

له بلې خوا د رپوټونو له مخې په تیره یوه اونۍ کې د سوریې په مختلفو سیمو کې د روسیې او سوریې د هوایي قواو د بریدونو په نتیجه کې شاوخوا ۲۳۰ ملکي وگړي وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو مقاماتو د شنبې په ورځ وویل چې په سوریه کې وروستي تاوتریخوالي د سوریې د جگړې تر ټولو تاوتریخوالي دي چې کیدای شي جنگي جنایت وگڼل شي.

د ملگرو ملتونو دبشري حقونو عالي کمیشنر زید رعد الحسین، ویلي دي چې د هغه ادارې داسې رپوټونه او ویدیوگانې ترلاسه کړي چې د "کیمیایي وسلو" نه د استفادې احتمال په ډاگه کوي. د هغه په وینا د سوریې حکومت ددغو موادو نه د ٢٠١٨ کال د فبرورۍ په څلورمه د ادلب ولایت په سراقب ښارگوټي کې استفاده کړې وه.

XS
SM
MD
LG