د هلمند تازه نښتې؛ طالبانو او امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

امنیتي مقامات وايي په هلمند کې د وسله والو طالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جګړې پر مهال د کندهار – هلمند لویه لار هم شپږ ساعتونه بنده وه.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن جمعه اکتوبر۹ (تلې۱۸) امریکا غږ ته وويل چې وسله والو طالبانو د لښکرګاه – کندهار پر لویه لار د ګرشک ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د ګډو افغان ځواکونو پر مرکزونو ماښام بریدونه پيل کړه چې د سهار پوري يې دوام درلود.

ده وويل چې په پېښه کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ځواک وويل: "تیره شپه د هلمند – کندهار د لويې لارې پر سر د ګرشک ولسوالۍ د پوپلزو ښاخ سیمه کې ۱۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په خواشینۍ سره چې پدې سیمه کې د ماین په چاودنه کې درې افغان سرتیري وژل شوي او دوه ټپیان دي، زموږ ګډې قواوې هڅه کوي چې د دښمن بریدونه دفاع کړي او موږ په نادعلي مارجه او نورو سیمو کې هم د وسله والو ګڼ بریدونه له تیري شپې راهیسې پر شاه تمبولي."

د کندهار – هلمند لویه لار پدې وروستیو کې ډيره نا امنه شوې چې تګ راتګ پرې ستونزمن شوی.

یاده لار چې د کندهار د میوند او د هلمند مرکز لښکرګاه ترمنځ غځېدلې ۱۰۰ کيلو متره اوږد والی لري ګڼ شمېر پلونه او پلچکونه يې په تیرو دوو میاشتو کې تخریب شوي هم دي.

خپله وسله والو طالبانو د هلمند د جګړې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.