د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار ميوند کې د ملي اردو پر يو مرکز موټر بم بريد شوى


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یو مرکز ځانمرګی موټر بم برید شوی.

پېښه تېره شپه د کندهار – هرات پر لویه لار د میوند په ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

چارواکې وايي چې بریدګر غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک بار وړونکې لارۍ د ملي اردو د قرارګاه دننه کړي، خو سرتیري لارې پیژندلې او د لارې د درولو پر وخت چاودنه رامنځ ته شوی.

په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحی علوي نن يکشنبه اکتوبر څلورمه (تلې ١٣) امريکاغږ ته وويل چې په پېښه کې یوازي بریدګر وژل شوی او د پوځ سرتیرو ته هیڅ زیان ندی رسیدلی.

نوموړي زیاته کړه: "په میوند ولسوالۍ کې بیابانه سیمه کې د ملي اردو پر یوه قرارګاه چې د دريمې لوا اړوند ده ځانمرګي برید کوونکو غوښتل لارۍ موټر مرکز ته دننه کړي او بیا چاودنه رامنځ ته کړي، خو د پوځ سرتیرو پيژندلی برید يې باندي کړی او زموږ سرتیري مرګ ژوبله نلري٠"

خو د میوند ولسوالۍ یو امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې په یاد موټر برید کې د ملي پوځ ۳ سرتیري وژل شوي او ۲ نور يې ټپیان شوي.

سرچینې زیاته کړه چې تر موټر بم ځانمرګي برید وروسته هغه مهال چې د میوند ولسوالۍ له مرکز څخه تازه دمي سرتیري سیمې ته د تګ په حال کې وو وسله والو د کمين په ترڅ کې پرې برید کړی او د پوځ ۳ نور سرتیري هم پکښې ټپیان شوي.

میوند د کندهار په جنوب کې له هلمند ولایت سره په ګاونډ کې پرته نا امنه ولسوالي ده چې له تیرو ۲ اونیو راهیسې پرې د وسله والو طالبانو پراخ بریدونه پيل شوي او تر څنګ يې افغان ځواکونو هم پر ضد یو لړ اقدامات کړي.

تیره اونۍ د کندهار امنیه قوماندان پاسوال تادین خان په میوند ولسوالۍ کې خبریالانو ته وويل چې د وسله والو طالبانو له لوري د میوند ولسوالۍ د مرکز د سقوط بریدونه يې له ماتي سره مخ کړي او تر څنګ يې ژړۍ او پنجوايي ولسوالۍ ته د وسله والو د داخلیدو مخنیوی کړی.

خپله وسله والو طالبانو د میوند وسلوالۍ د ځانمرګي موټر بم برید په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG