طالبانو په کابل کې څلور داعشیان نیولي

طالبانو د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۶ ( تلې۱۴) وویل چې د کابل په شمال کې یې د داعش څلور جنګیالي نیولي دي.

اسوشیټیډ پرس د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله خبر ورکړی چې دغه داعشیان د سه شنبې په ماښام د کابل په شمال کې د طالبانو په یو لړ عملیاتو کې له وسلو او اسنادو سره نیول شوي دي.

طالبانو د دوشنبې په ورځ اکټوبر ۴ (تلې ۱۲) وویل چې په عیدګاه جومات کې له چاودنې څو ساعته وروسته چې له امله یې یو شمیر کسان مړه او ټپیان شول، د کابل په شمال کې د داعش پورې اړوند یو پټنځای له منځه یووړ.

د داعش خراسان څانګې د کابل عیدګاه جومات ته نږدې د یکشنبې د برید مسولیت پر غاړه واخیست. د افغانستان سیمه ایزو رسنیو خبرداری ورکړی چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او شل نور ټپیان شوي‌ دي، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند دا شمیرې رد کړي او ویلي دي چې په دې برید کې دوه ملکي کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

بلخوا د چهار شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د طالبانو پر ګزمه د ناپيژاندو وسله والو په برید کې دوه طالبان ووژل شول. دا برید د ترکاریو یوه مارکیټ ته نږدې شوی دی.

اسوشیټډ پرس د جلال آباد روغتون د یوه کارکوونکي له قوله ویلي دي چې له ډزو وروسته، دوه جسدونه او دوه ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د جلال آباد د برید مسولیت پر غاړه اخیستی ندی خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د داعش خراسان څانګې تل دې ته د ورته بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

د اګست میاشتې په وروستیو کې د کابل پر هوایي ډګر په ځانمرګي برید کې چې له امله یې ۱۳ امریکایي پوځيان او ۱۷۰ ملکي افغانان ووژل شول، پر عیدګاه جومات برید، له افغانستان څخه د بهرنیو قواوو له وتلو وروسته، تر ټولو جدي برید وو.

له افغانستان څخه د بهرنیو قواوو د وتلو پرمهال او له هغه وروسته د داعش خراسان څانګې پر‌ طالبانو د څو خونړیو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

طالبانو چې د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې په وړاندې په پنجشیر ولایت کې هم جګړه کوي، ویلي دي چې تقریبا د افغانستان پر ټوله خاوره واکمني لري.

خو پر عیدګاه جومات برید او په ننګرهار، پروان او کابل ولایتونو کې له بریدونو ښکاري چې اوس هم امنیتي تهدید موجود دی.