د لاس رسي وړ اتصالات

کابل چاودنه: داعش وايي ځانمرګي برید کې یې لسګونه طالب ملېشې وژلې 


د کابل د ایمرجنسي روغتون- تصویر ارشیف
د کابل د ایمرجنسي روغتون- تصویر ارشیف

د داعش-خراسان ډله ادعا کوي چې د کابل ښار عیدګاه جومات ته نژدې د تېرې ورځې چاودنه ځانمرګی برید و او برید دوی کړی دی.

د داعش ډلې ته منسوب «اعماق» ویبسایټ کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر څلورمه (تلې۱۲) ادعا شوې چې په دغه «ځانمرګي برید کې لسګونه طالب ملېشې» وژل شوي دي.

په ویبسایټ کې همدغه راز د یو کس تصویر هم خپور شوی چې ټوپک یې په لاس کې دی او نوم یې «مصباح الکنړي» ښودل شوی دی. د داعش-خراسان ډله وايي چې برید همدغه کس کړی دی.

تېره ورځ د کابل ښار عیدګاه جومات ته نژدې چاودنه وشوه. طالبان وايي په چاودنې کې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي، خو لا هم دقیق ارقام ښودل شوي نه دي.

برید هغه وخت وشو چې د عیدګاه په جومات کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د مور فاتحه روانه وه. د داعش-خراسان ډلې داسې مهال د دغه برید مسئولیت منلی چې طالبانو نن اعلان وکړ د کابل په ښار په اولسمه حوزه کې یې د «داعش ډلې یو پټنځای ویجاړ» کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د «اسلامي امارت ځانګړې قطعې» د داعش ډلې په مرکز تیره شپه ناوخته عملیات کړي او هلته یې د داعش ټول غړي وژلي دي. خو نوموړي نه دي ویلي چې په دغو عملیاتو کې له دواړو خواوو دقیقآ څومره کسان وژل شوي دي.

د داعش ډلې هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

عیني شاهدان وايي چې نښته څه باندې یو ساعت روانه وه او دواړو لورو سپکې او درنې وسلې کارولې او د څو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي چې له امله یې ورڅېرمه ځینې کورنه هم سوځېدلي دي او زیانمن شوي دي.

دا د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته د طالابنو له ننوتلو وروسته لومړی ځل دی چې د داعش-خراسان ډله ادعا کوي په طالبانو یې ځانمرګي برید کړی دی. تر دې څو اونۍ مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د تخلیې د پروګرام په مهال د کابل هوايي ډګر مخې ته د داعش-خراسان ډلې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول.

تېره اونۍ د داعش-خراسان ډلې ادعا کړې وه چې په ننګرهار کې یې هم په طالبانو برید کړی او یو ځینې غړي یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG