کاناډا ته د انتقال شویو افغانانو شمیر له ۳۰ زرو واوښت- مقامات

ارشیف

کاناډايي چارواکو د سیمې هیوادونو څخه د افغانانو د اېستلو د بهیر د دوام خبر ورکړی او ویلي دي، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د میاشتې راهیسې یې تراوسه له ۳۰ زرو څخه زیات افغانان دغه هیواد ته انتقال شوي دي.

د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکوونې او اوسیدنې ادارې (IRCC) ویلي، چې په دې لړ کې یې تازه د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۲ (حمل ۲۳) ۳۵۳ افغان کډوال د پاکستان څخه په ځانګړې الوتکه کې د تورنټو او انتاریو ښارونو ته انتقال کړي دي.

ددغې ادارې د وینا پر اساس ټاکل شوې، چې کاناډا ته دا نوي انتقال شوي افغانان به ددغه هیواد د لندن، تورنټو په ګډون د یو شمیر نورو ښارونو په ۲۶ سیمو کې ځای پر ځای شي.

په دغو انتقال شویو افغانانو کې د ناټو د ځواکونو مخکني ترجمانان او هغه کسان شامل دي، چې افغانستان کې د کاناډا ځواکونو د ماموریت پر مهال دغه هیواد سره همکاري کړې ده.

ښاغلي فریزر دا هم ویلي، چې د کاناډا د بشردوستانه بیا میشت کیدو پروګرام کې زیاته پاملرنه ښځینه رهبرانو، بشري حقونو ملاتړو، مذهبي اقلیتونو، خبریالانو اونورو هغو افغانانو ته، چې د ګواښونو سره مخ دي کیږي.

هغه وویل، چې هیواد یې دې ته ژمن دی، چې د ۲۰۲۳ میلادي کال ترپایه لږ ترلږه ۴۰ زره افغانان کاناډا ته انتقال کړي او ورته هلته د اوسیدلو شرایط برابر کړي.

ددې وړاندې د کاناډا حکومت ویلي وو، چې د ترجمانانو او د هغوی د کورنیو په ګډون ۵۰۰۰ افغانان د مهاجرت د ځانګړي پروګرام له لارې او ۱۸زره نور افغانان، چې د ګواښونو سره مخامخ دي د بشردوستانه مهاجرت د پروګرام له لارې دغه هیواد ته انتقالوي.

د کاناډا د مهاجرت ادارې ویلي، چې دغه هیواد ته د ټولو هغو افغانانو د انتقال په اړه غور کوي، چې د کاناډا هیواد سره یې په افغانستان کې کار کړی دی.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ د ۱۵ څخه تر ۳۰ پورې لږترلږه له افغانستان څخه شاوخوا ۱۲۴ زره کسان د یو شمیر هیوادونو له خوا ایستل شوي دي. خو دا بهیر بند شوی او اوس هم په زرګونو افغانان بهر ته د تللو انتظار کوي.

څه موده وړاندې کاناډايي چارواکو اعلان کړی و، چې د افغانستان یو شمېر پخوانۍ قاضیانې، چې د افغانستان څخه د تخلیې د بهیر په پیل کې د خپلو کورنیو سره په یونان کې د یو ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي، هم په دغه هیواد کې مني.