د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې وایي چې واشنګټن د ترهګریزو بریدونو په وړاندې د اسلام آباد د دفاع له حق څخه ملاتړ کوي.
د افغانستان پر دریو ولایتونو د پاکستان د چهار شنبې د ورځې له بریدونو وروسته د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د افغانستان څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې له دې راپورونو خبر دي:" د پاکستان خلک د ترهګرۍ له لاسه ډیر کړیدلي دي او متحده ایالات د ترهګرو د بریدونو په وړاندې د پاکستان د دفاع له حق څخه ملاتړ کوي."
تر دې څه وخت مخکې سپینې ماڼۍ هم امریکا غږ ته ویلي وو چې واشنګټن د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو ته له نږدې ګوري او له ښکېلو اړخونو غواړي چې د خبرو اترو او دیپلوماسۍ له لارې کړکېچ کم کړي.
سپینې ماڼۍ ویلي وو متحده ایالات د ترهګرۍ هر ډول غندي او له دواړو خواوو غواړي چې ډاډ ترلاسه کړي چې خاوره یې د ترهګرو ډلو له خوا د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې د پولې هاخوا د بریدونو لپاره نه کارول شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د سه شنبې ناوخته او د چهار شنبې په لومړیو کې د افغانستان په کنړ، خوست، او پکتیکا ولایتونو کې د ۱۳ کسانو وژل کیدل او ۱۰ کسان ټپي کیدل چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي، ثبت کړي دي.
یوناما نن پنجشنبه (جون ۱۱) په خپل ایکس حساب د تاوتریخوالو د کمیدو ، دایمي اوربند، د ملکي وګړو د ساتنې، د پولو د پرانیستلو، په ځانګړې توګه د بشري مرستو لپاره، او د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو غوښتنه کړېده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي یو ویاند فرحان حق هم په نیویارک کې ددې پيښې په اړه وغږید او له ټولو اړخونو یې وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو له مخې خپلو مکلفیتونو ته پام وکړي.
فرحان حق وویل:"موږ له ټولو اړخونو غواړو چې د بشري حقونو او نړیوال بشردوستانه قوانینو له مخې خپلو مکلفیتونو ته درناوی وکړي، موږ ټینګار کوو چې ملکيان او ملکي زیربناوې باید تل خوندي وساتل شي."
د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه دې بریدونو ته غبرګون ښودلي او لیکلي یې دي، د پاکستان هغه ادعا چې افغانستان د پاکستاني طالبانو غړو ته پناه ورکړي او د افغانستان هغه ادعا چې پاکستان د داعش خراسان ته پناه ورکړې د دواړو هیوادونو ستونزې نشي هوارولی.
خلیزاد زیاته کړې پکار ده دواړه لوري د یو تړون له مخې، ژمنه وکړي چې خاروه یې د یو بل په وړاندې نه کارول کیږي.
د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني هم په خپله ایکس پاڼه د پاکستان بریدونو ته په اشارې ویلي، دا پيښې په داسې حال کې کیږي چې افغانستان له ډیرو تحولاتو وروسته اوس په ملي کچه د مرګ او ژوند په یوه دوه لارې کې ګیر دی.
هغه ویلي له دې حالت څخه وتل عمومي درک او د ټولو هڅو ته اړتیا لري.پاکستان ادعا کوي چې د هغوی بریدونه په افغانستان کې پر هغو ډلو متمرکز دي چې له هغه ځایه د پاکستان پر وړاندې ترهګریز فعالیتونه پلانوي او ترسره کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت، د پاکستان ددې ادعا په ردولو سره ویلي چې هیڅ ډله اجازه نه لري چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هیواد پر وړاندې کار واخلي.