د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ کانګرس ته وویل چې له ایران سره د تېرې میاشتې اوربند له تهران سره جګړه "پای" ته رسولې ده.
خو نوموړي ټینګار کړی چې له ایران څخه متحده ایالاتو ته ګواښ لا هم "د پام وړ" دی.
ولسمشر ټرمپ د استازو مجلس رئیس مایک جانسن او د سنا جرګې لنډمهاله رئیس سناتور چک ګراسلي ته په یوه لیک کې د ایران پر وړاندې د متحده ایالاتو په پوځي عملیاتو کې د بدلونونو خبر ورکړ.
ولسمشر ټرمپ په لیک کې لیکلي: "زه تاسو ته د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ د مسؤلیت په ساحه (AOR) کې د متحده ایالاتو د ځواکونو په وضعیت کې د بدلونونو په اړه د خبر درکولو لپاره لیک لیکم، چې دا د جګړې د واکونو د پریکړه لیک سره سم، او د کانګرس د بشپړ خبر ساتلو لپاره زما د هڅو یوه برخه ده."
د ۱۹۷۳ کال د جنګي اختیاراتو پریکړه لیک د امریکا له ولسمشر څخه غواړي د هر هغه جنګ لپاره د کانګرس اجازه ترلاسه کړي چې امریکایي ځواکونه پکې له ۶۰ ورځو څخه زیات ښکېل وي، او همدارنګه ولسمشر ته دا اختیار هم ورکوي چې د ځواکونو د ایستلو لپاره د ۳۰ ورځو تمدید غوښتنه وکړي.
په لیک کې، ډونالډ ټرمپ لیکلي: "هغه جګړه چې د ۲۰۲۶ کال د فبروري په ۲۸مه پیل شوه، پای ته رسېدلې ده."
د فبروري د ۲۸مې تاوتریخوالو ته د ټرمپ اشاره هغو ګډو پوځي عملیاتو ته ده چې د ایران د ترهګریز رژیم په وړاندې پیل شول.
ډونالډ ټرمپ د دوو اونیو هغه اوربند ته چې د اپریل په ۷مه د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ ترلاسه شو او بیا ولسمشر ټرمپ د اپریل په ۲۱مه د نامعلومې مودې لپاره وغځاوه اشاره وکړه او ویې ویل: "د اپریل له اوومې راهیسې، د امریکایي ځواکونو او ایران ترمنځ هیڅ ډول ډزې نه دي شوي."
ولسمشر ټرمپ وویل، د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي عملیاتو د بریا او د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د روانو هڅو سره سره، "متحده ایالاتو او زموږ وسله والو ځواکونو ته د ایران له خوا رامنځته شوی ګواښ د پام وړ پاتې دی."
ډونالډ ټرمپ وویل: "له همدې امله، د جګړې وزارت به د اړتیا سره سم، په مشخصو هیوادونو کې د خپلو مسؤلیتونو په ساحه کې د ځواکونو ځای پرځای کیدو ته دوام ورکړي څو د ایران او د یاد هیواد د نیابتي ډلو د ګواښونو مخه ونیسي او د خپلو د متحدینو او شریکانو ساتنه وکړي."
د امریکا استازو مجلس ته د ولسمشر دا لیک په داسې حال کې استول کیږي چې یو شمیر قانون جوړونکو پر سپینې ماڼۍ فشار راوست چې د ۶۰ ورځو له مودې وروسته د ایران پر رژیم د هر ډول پوځي اقدام لپاره د کانګرس اجازه ترلاسه کړي.
د سنا د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د دیموکراتې سناتورې جین شهین د جمعې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه او له ولسمشر ټرمپ څخه یې وغوښتل چې د ۱۹۷۳ کال د جګړې د واکونو د قانون له مخې، له کانګرس څخه د ۳۰ نورو ورځو غوښتنه وکړي څو امریکايي ځواکونه له جګړې څخه وباسي.
کانګرس ته د ولسمشر ټرمپ د لیک تر رسیدو وروسته، جین شهین ولسمشر ته وویل، "جګړه له کومې ستراتیژۍ او اجازې پرته پیل شوې او د نن ورځې اعلامیه له دغو دواړو حقیقتونو څخه هېڅ یو هم نه بدلوي."
له دې وړاندې، د جمعې په ورځ (مې لومړۍ) ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې د قانون جوړونکو لخوا د کانګرس د اجازې غوښتنه غیرقانوني وه.
د اپرېل له ۱۳مې راهیسې، ډونالډ ټرمپ د ایران پر بندرونو او د تېلو پر تمځایونو محاصره لګولی دی ترڅو د ایران پر رژیم فشار راوړي چې خپلې اټومي هیلې او نورې بې ثباته کوونکې هڅې پرېږدي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د هغه هېواد د سمندري بندرونو محاصره د تحمل وړ نده.