د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې اسرائیلي ځواکونه بیروت ته له تګ څخه بیرته ستانه شوي او حزب الله هم موافقه کړې چې ډزې به ودریږي.
ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ (جون لومړۍ) د اسرائیل له صدراعظم بینیامین نتنیاهو سره تر تلفوني خبرو وروسته وویل چې اسرائیل به د حزب الله له ترهګر ګروپ سره د جګړې په ترځ کې نور بیروت ته ځواکونه نه استوي.
ولسمشر ټرمپ په خپل تروت سوشل لیکلي: "ما د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره ډیرې ګټورې خبرې درلودې او نور به بیروت ته عسکر نه ځي، او کوم ځواکونه چې هغه ځای ته په لار وو له وړاندې بیرته ستانه شوي دي. "
ولسمشر ټرمپ همدارنګه زیاته کړه چې د حزب الله له چارواکو سره یې هم ډیرې ښې خبرې وکړي او هغوی ژمنه وکړه چې ټولې ډزې به ودریږي. د ولسمشر ټرمپ په وینا، اسرائیل به پر حزب الله او حزب الله به پر اسرائیل برید نه کوي.
تر دې مخکې د اسرائیل صدراعظم ویلي وو چې له ولسمشر ټرمپ سره یې په خبرو کې تینګار کړی چې د اسرائیل پر وګړو او ښارونو به د بریدونو د دوام په صورت کې په بیروت کې د حزب الله پر اهدافو بریدونه وکړي.
د اسرائیل صدراعظم د دوشنبې په لومړیو کې خپلو پوځیانو ته امر وکړ چې د بیروت د جنوب په شاوخوا سیمو کې اهداف په نښه کړي، کوم چې د نوموړي په وینا، حزب الله په مکرر ډول اوربند نقض کړی دی.
نتنیاهو وویل: "له دفاع وزیر سره یوځای، د اسرائیل دفاعي ځواکونو ته مې امر وکړ چې په بیروت کې پر تروریستي اهدافو بریدونه وکړي. داسې وضعیت به نه وي چې حزب الله زموږ په ښارونو او وګړو بریدونه وکړي او ترهګریز مراکز یې په بیروت، ضاحیه کې خوندي وي."
د اسرائیل له دې خبرداری وروسته ګڼو شمیر خلکو د لبنان له جنوب له شاوخوا سیمو څخه وتلو ته اړ شول.
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والتز د دوشنبې په ورځ د امنیت په شورا کې دوینا پرمهال حزب الله یو ترهګر ګروپ وباله.
مایک والتز وویل:"خو بیا هم، حزب الله نه یوازې د لبنان د حکومت د اوربند غوښتنې رد کړې دي، بلکې په دې وروستیو کې یې د هغه د ړنګولو ګواښ هم کړی دی. نو راځئ چې په دې خبره ښه فکر وکړو. د ایران له ملاتړ څخه برخمن ترهګر پوځ د هغه هیواد قانوني حکومت ګواښي کوم چې د دفاع ادعا یې کوي. او یوازینی پایله چې موږ یې اخیستلی شو دا ده چې د دوی ملاتړي، یعنی د ایران رژیم، خپل لاسپوڅو ته امر کړی چې دا شخړه اوږده کړي ترڅو ځانته امتیاز واخلي او وکولی شي په وروستیو تاریخي مستقیمو خبرو اترو کې د سولې تړون په لور پرمختګ کرار کړي. موږ باید، د یوې نړیوالې ټولنې په توګه، دا بدګماني رد کړو. "
د لبنان د روغتیا وزارت وایي چې د اسرائیل د دوشنبې ورځې په برید کې د هغه هیواد په سرحدي ښار تییر کې یوه روغتون ته پراخ زیان ورسید.
د لبنان ولسمشر جوزف عون د دوشنبې په ورځ وویل چې لبنان له "یوه ناوړه او غندل شوي اسراییلی یرغل" سره مخ دی، خو حکومت یې د ټولو لبنانیانو په ځانګړي ډول د هغه هیواد په جنوب کې د پرتو خلکو د کړاوونو د پای ته رسیدو لپاره هڅو ته دوام ورکوي.
د لنبان ولسمشر زیاته کړه چې خبرې اترې له جګړې "ډېرې خوندي" دي. هغه وویل دا به ستونزه په څو شېبو کې حل نه کړي، خو دا یو داسې بهیر دی چې وخت ته اړتیا لري.