د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په لبنان باندې خپل هوايي او ځمکني بریدونه زیات کړي

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزارت یې د دوشنبې په ورځ خپلو دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې د لبنان د مرکز بیروت په شاوخوا کې د حزب الله تر کنترول لاندې سیمو باندې بریدونه وکړي.

نتنیاهو ویلي دي چې اسرائيل په لبنان کې خپل ځمکني فعالیتونه زیاتوي او ځواکونو یې د لبنان په جنوب کې یوه سیمه امنیتي زون اعلان کړی، وايي د دغه کار هدف یې دا دی چې د اسرائيل شمال د حزب الله له بریدونو څخه خوندي وساتي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل: «د دفاع له وزیر سره مې یو ځای د اسرائیل د دفاع ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې په بیروت کې د ترهګرو اهداف وولي. داسې حالت به نه راځي چې حزب الله زموږ په ښارونو او وګړو بریدونه وکړي او د بیروت په ضاحیه کې یې د ترهګرۍ مرکز له حدودو بهر پاتې شي.»

د نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې دا اقدام یې د حزب الله ډلې له پرلپسې بریدونو څخه وروسته کړی، راپورونه وايي چې په دې کار سره د اسرائیل او لبنان ترمنځ د شخړې د حل لپاره دیپلوماتیکې هڅې ټکنۍ شوې دي.

په داسې حال کې چې اسرائيل په لبنان باندې خپل هوايي او ځمکني بریدونه زیات کړي دي، د لبنان صدراعظم نواف سلام اسرائیل تورن کړی چې د تباهۍ او بربادۍ تګلاره یې غوره کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې سلام په یو تلویزوني بیان کې ویلي چې د لبنان په سویل کې د اسرائیل دا بریدونه «خطرناک او غیر موجه» دي او ښارونه، کلي او ولسي تاسیسات په نښه کوي. هغه خبرداری ورکړی چې دا ډول تګلاره به اسرائیل ته سوله او ثبات را نه ولي.

د اسرائیل او حزب الله ډلې ترمنځ له هغه وروسته دا تازه جګړه پیل شوه، چې په ایران باندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل له بریدونو وروسته، حزب الله د تهران په حمایت په اسرائيل بریدونه پيل کړل.

په همدې حال کې ایران وايي چې له متحدو ایالتونو سره په اوربند کې باید دا هم شامل وي چې اسرائیل به په لبنان باندې بریدونه بندوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل: «موږ په دې ټکي تاکید کړی او بیا هم تاکید کوو چې د جګړې د ختمولو لپاره په لبنان کې اوربند د هر اوربند او هر نهايي تړون یوه نه بېلېدوکې برخه ده.»

د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند خبره داسې مهال کېږي، چې د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت د جمعې په ورځ د اسرائیل او لبنان د پوځي مقاماتو ترمنځ د خبرو کوربه و. راپورونه وايي چې دوی کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي. اسرائیل په تېر وخت کې په خبرو کې د نورو مسائیلو تر څنګ د حزب الله ډلې بشپړ بې وسلې کېدل او لبنان بیا له خپلې خاورې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتل غوښتي وو.

امریکایي رسنۍ اکسیوس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د لبنان له ولسمشر حوزیف عون او د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په تیلیفون کې خبرې کړې چې د دواړو خواو ترمنځ یو نوی اوربند رامنځ ته کړي.

دغې رسنۍ د یو امریکايي مقام له خولې ویلي دي، چې د اوربند نوی وړاندیز د اسرائیل او لبنان ترمنځ د روانو مذاکرتو یوه برخه ده. متحدو ایالتونو څو ځلې د دواړو خواو ترمنځ د خبرو کوربتوب کړی دی او ټاکل شوې ده، چې د خبرو بل پړاو په همدې اونۍ په واشنګټن کې پیل شي.

د مۍ په میاشت کې د واشنګټن په کوربتوب دواړو خواو اوربند اعلان کړ، چې بیا یې وروسته موده وغځول شوه. اسرائیل او حزب الله یو بل تورنوي چې اوربند ته پابند نه دي.

د رویترز خبري اژانس د خبر له مخې، د مارچ د دویمې نېټې څخه تراوسه د اسرائیل د هوايي بریدونو او د تخلیې له خبرداریو له کبله څه باندې ۱،۲ میلیون لبنانيان بېځایه شوي دي.

د لبنان د عامې روغتیا د بېړنیو عملیاتو مرکز ویلي دي چې د مارچ له دویمې نېټې راهېسې په جګړو کې څه باندې ۳۳۰۰ کسان وژل شوي او تر ۱۰زرو ډېر نور ژوبل دي، خو دا نه دي ویل شوي چې په دوی کې څومره جنګیالي او څومره یې ولسي خلک دي.

د اسرائیل د دفاع وزارت وايي چې په اپریل کې له اوربند څخه یې را وروسته د حزب الله شاوخوا ۹۰۰ جنګیالي وژلي دي. اسرائيل وايي د حزب الله په بریدونو کې یې ۲۴ سرتېري او ځینې ملکي وګړي یې وژل شوي دي. د حزب الله ډلې هم ویلي دي چې په اسرائيل باندې یې خپل بریدونه روان ساتلي دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG