ټاکل شوې چې نن (مۍ۲۹) په واشنګټن کې د اسرائیل او لبنان پوځي چارواکي سره مخامخ خبرې وکړي. دا غونډه داسې مهال کیږي چې د دواړو خواو ترمنځ د اوربند سره سره د اسرائیل او حزب الله ترهګرې ډلې ترمنځ جکړه هم روانه ده.
متحده ایالتونه بیا هم د دواړو خواو کوربتوب کوي. دا د اسرائیل او حزب الله د ډلې ترمنځ د تازه جګړو له پیل راهېسې لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو پوځي مقامات په خپلو کې سره مخامخ غږېږي. لا معلومه نه ده چې دوی د کومې کچې مقامات دي.
دا غونډه د اسرائیل او لبنان ترمنځ د جګړې د ختمولو په اړه د متحدو ایالتونو د دیپلوماتیکو هڅو برخه بلل کېږي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغو مذاکراتو هدف د دواړو خواو ترمنځ د "سولې او امنیت یو جامع تړون" ته کار کول او مخې ته وړل دي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ څه موده مخکې د دغو خبرو نېټه اعلان کړې وه.
راپورونه وايي چې اسرائيلي لوری به په دغو خبرو کې د حزب الله ډلې په بې وسلې کولو ټېنګار کوي چې د حزب الله بریدونه پرې بند شي. د لبنان استازي به له لبنان څخه د اسرائیلي ځواکونو د وتلو، د اسرائیل د بریدونو د بندولو او د اوربند د بشپړ تامین غوښتنه کوي.
البته تر دې مخکې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو په کوربتوب د داړو هېوادونو دیپلوماتانو درې ځلې خبرې وکړې او په دغو مسائیلو یې بحثونه کړي وو.
د متحدو ایالتونو په منځګړتوب د لبنان او اسرائیل ترمنځ د اپرېل له ۱۶مې نېټې راهېسې اوربند شوی، خو دا اوربند نازک او ماتېدونکی بلل کېږي. هماغسې چې تاسو وویل، د اسرائيل او حزب الله ډلې ترمنځ جګړه هم روانه ده.
اسرائیل او د حزب الله ډله دواړه یو بل تورنوي، چې اوربند ته درناوی نه کوي او اوربند یې مات کړی دي.
تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي دي چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې په لبنان کې په روانو جګړو کې په اوسط ډول ۲۴ ماشومان یا وژل کېږي او یا ژوبل کېږي.
اسرائيل په یو تازه اقدام کې د لبنان په جنوب کې د جګړې ساحه پراخه کړې او د زهراني سیند د سويل ټولې سیمې، چې د اسرائيل له سرحد څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره لېرې دي، د جګړې سیمې اعلان کړې او اوسېدونکو ته یې ویلي دي چې ووځي او د لبنان شمالي سیمو ته ولاړ شي.
تر دې وړاندې، اسرائیلي ځواکونو د لبنان په ساحلي ښار صور، چې د دغه هېواد څلورم لوی ښار بلل کېږي، هم بریدونه کړي وو. د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل په بریدونو کې د بیروت په څنډو کې هم یوه ودانۍ په نښه شوې ده.
اسرائیل وايي په دغو بریدونو کې یې د حزب الله لسګونه مرکزونه او تاسیسات په نښه کړي او ځاني او مالي زیانونه یې وراړولي دي.
د اسرائیل صدراعظم بینیامن نتنیاهو ویلي دي چې ځواکونه یې د لیتان له سیند څخه تېر شوي او پرمختګ یې کړی دی.
د حزبالله ډلې ویلي دي چې په هغو اسرائیلي ځواکونو او ټانکونو یې بریدونه کړي چې د لیتاني سیند څخه اوښتي او د زوتر الشرقیه ښارګوټي ته داخل شوي وو.
د لبنان د روغتیا وزارت وايي چې د مارچ له دویمې نېټې راهېسې په روانې جګړې کې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۳۲۶۹ کسان وژل شوي، خو دا وزارت نه وايي چې په وژل شویو کې څومره ملکيان دي او څومره جنګیالي.
د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي دي چې د لبنان په جنوب او شاوخوا سیمو کې د حزب الله ډلې په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳ اسرائیلي سرتېري او یو دفاعي قراردادي وژل شوي. دوی د اسرائیل په شمال کې هم د دوو ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د دوی ترمنځ له هغه وروسته چې جګړه پیل شوه، چې په ایران باندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل د پوځي عملیاتو څخه وروسته د حزب الله ډلې د ایران په ننګ په اسرائیل باندې بریدونه وکړل. ایران وايي چې له متحدو ایالتونو سره په تړون کې باید دا هم شامل وي چې اسرائیل به په حزب الله باندې بریدونه بندوي، خو راپورونه وايي چې اسرائیل به د هر هغه تړون مخالفت وکړي، چې په حزب الله باندې یې بریدونه محدودوي.
فورم \ دبحث خونه