ټرمپ وايي د ګرینلنډ د کنټرول څخه هر څه کم د منلو وړ نه دي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ګرینلینډ د کنټرول څخه "هر څه کم" "د منلو وړ نه دي"، او ټینګار یې وکړ چې د امریکا د ملي امنیت د دلایلو لپاره د شمال قطب دغې سیمې ته اړتیا لري.

نوموړي دا خبرې په سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر د مرستیال جی ډي وینس او د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو د ګرینلنډ او ډنمارک او دیپلوماتانو ترمنځ له ملاقات څخه څو ساعته مخکې لیکلي دي.

ولسمشر د چهارشنبې په سهار د خپل ټروټ سوشل په حساب کې ولیکل: «ناټو باید هلته زموږ د رسېدو لپاره لاره هواره کړي. که موږ دا کار ونه کړو، روسیه او چین به یې وکړي او داسې به ونه شي. له پوځي پلوه، ناټو به د متحدو ایالتونو له ستر ځواک څخه پرته، چې د هغه عمده برخه مې په خپل لومړي دور کې ورغوله او اوس یې نوي پړاو او ان لوړ پوړ ته رسوم، یو اغیزناک او مخنیونکی ځواک نه وي- حتی ورته به نژدې هم نه وي.»

نوموړي خپلې خبرې په دې ټکو ختمې کړې دي: «هغوی هم په دې پوهېږي او زه هم. د متحدو ایالتونو په کنترول کې د ګرینلنډ په راتلو سره به ناټو نوره هم ځواکمنه او اغیزناکه شي. له دې څخه کم څه د منلو نه دي.»

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د ډنمارک د بهرنیو چارو د وزیر لارس لوک راسموسن او د ګرینلنډ د بهرنیو چارو د وزیر ویوان موتزفیلډ سره د وینس او روبیو تر ملاقات څو ساعته مخکې کړې، د دغه ملاقات هدف د هغه اختلاف حل کول دي، چې سپینه ماڼۍ هوډ لري متحده ایالتونه باید ګرینلینډ له ځان سره یو ځای کړي، ډنمارک له پېړیو راهېسې دا سیمه کنترولوي.

د ګرینلنډ صدراعظم ینس-فریدریک نیلسن د سه شنبې په ورځ د ډنمارک له صدراعظمې مته فریدرکسن سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «که دا اوس موږ د متحدو ایالتونو او ډنمارک ترمنځ یو غوره کړو، ډنمارک به غوره کوو. موږ د ډنمارک سلطنت غوره کوو. موږ اروپايي ټولنه غوره کوو.»

متحده ایالتونه په دغه ټاپو کې پوځي حضور لري او ډنمارک ویلي دي چې د روسیې او چین د احتمالي ګواښونو د مخنوي لپاره هر وخت کولای شي خپل پوځي موجودیت قوي کړي.