ولسمشر ډانلډ ټرمپ د امریکا پر فدرال تحقیقاتي ادارې (اف بي ای) نیوکه کړې چې په فلوریډا کې یې د بریدکوونکې په اړه ترلاسه کړې معلومات له پامه غورځولې وه. په فلوریډا کې تیره اونۍ ١٩ کلن ځوان اولس زده کوونکې ووژل.
ټرمپ نن سهار داسې ټویټ کړی دی "د ډېره خواشینۍ خبره ده چې اف بي ای پر ښوونځي د برید کوونکې زیگنالونه له پامه غورځولي وه. دا د منلو وړ کار دی."
Very sad that the FBI missed all of the many signals sent out by the Florida school shooter. This is not acceptable. They are spending too much time trying to prove Russian collusion with the Trump campaign - there is no collusion. Get back to the basics and make us all proud!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) February 18, 2018
په ټویټ کې راغلي دي " هغوی [اف بي ای] ډېر زیات وخت پر دې مصرفوي چې د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین او د روسیې ترمنځ اړیکې ثبوت کړي، د دوی ترمنځ هیڅ اړیکې نه وې. بیرته خپلې اصلي دندې ته توجه وکړی، چې موږ ټول په تاسې ویاړ وکړو."
اف بي ای د جمعې په ورځ دا ومنله چې د بریدکوونکې په اړه یې وار له مخې یوه اطلاع ترلاسه کړې وه، خو په مخنیوي کې یې ځنډ کړی وه. اف بي ای وایي د بریدکوونکې نیکولس کروز یوه نژدې خپلوان د جنورۍ په پنځمه باندې معلومات داسې معلومات ورکړي وه چې گواکې دغه ځوان د خلکو د وژنې اراده لري.
د امریکا لوی څارنوال جیف سیشنز د عدلیې وزارت او اف بي ای ته امر کړی دی چې د ډله ایز وژونکو په اړه د ترلاسه کیدونکو معلوماتو د څیړنې پر بهیر له سره غور وکړي.
کروز د جمعې په ورځ قاضي ته وړاندې شو او د اولسو کسانو د وژلو ترو یې ومانه. هغه تیر کال له همدې ښوونځي څخه د دیسیپلین د نه مراعاتولو له امله ایستل شوی و.