ټرمپ: امریکا د ایران له اقداماتو خبره ده

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د ایران له اقدماتو خبر دي او هرڅه چې هغوی (ایران) وایي اوري یې.

نوموړي د جمعې په ورځ (اکټوبر ۱۶) په جورجیا ایالت کې د یوې انتخاباتي غونډي پرمهال خپلو مینه والو ته د ایران په تړاو وویل"هر کار چې کوي اورو یي. هر څه چې وایي، اورو یې."

ولسمشر ټرمپ وویل:" دا ډلبندي شوي دي. هر څه وایي اورو یې. اوس مې له ډلبندي څخه وایستل."

دا انتخاباتي غونډه د متحدو ایالتونو د نومبر د دریمې د منځمهاله ټاکنو د انتخاباتي کمپاینونو په لړ کې جوړه شوې وه. سپینې ماڼۍ له ډلبندي څخه د معلوماتو د ایستلو په اړه وضاحت ندی ورکړی.

جورجیا ته له روانیدو مخکې، ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، کله چې له ایران سره جګړه پای ته ورسیږي، د تیلو قیمت به سمدستي راټیټه شي او یاد هیواد (ایران) به اټومي وسلې ونلري.

ډونالډ ترمپ یوځل بیا وویل چې د ایران هوایي ځواکونه، سمندري ځواکونه او پوځ په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

ولسمشر ټرمپ د تیلو په تړاو وویل:" موږ ډیر تیل لرو، موږ په نړۍ کې ډیر تیل لرو. د تګزاس ډیر زیات تیل، د لویزیانا تیل، د ونزویلا تیل، موږ له ونزویلا سره ډیر ښه پر مخ روان یو، ډیرېې پيسې جوړو. بنا کله چې جګړه پای ته ورسیږي، او کومه به چې ډیر ژر به وي، د تیلو قیمت به د راکټ په شان راټیټ شي."

په ورته وخت کې د متحده ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) قوماندان، جنرال براد کوپر د جمعې په ورځ (اکټوبر ۱۶) وویل چې د "حماسي غضب" د عملیاتو په ترځ کې ایران د ځواک د ښودلو وړتیا د پام وړ کمزورې کړې ده.

نوموړي ددې قوماندانۍ د ایکس په حساب په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي دي چې د ۳۸ ورځنيو عملیات په ترڅ کې، امریکایي ځواکونو د ایران سمندري کښتۍ ډوبې کړې او د وسلو جوړولو تاسیسات یې له منځه وړي دي.

کوپر وویل چې دې عملیاتو د مزایلو او بې پیلوټه الوتکو د توغولو په برخه کې د ایران د سپاه پاسداران وړتیا محدوده کړې ده.

ددغه امریکایي جنرال په وینا، د ایران بحري محاصره دوام لري او له بشري مرستو پرته، د سمندر له لارې د هغه هیواد د وارداتو او صادراتو مخه نیول شوې ده.

د سنټکام مشر وایي چې دغه قومندانۍ او متحدینو یې د شاوخوا ۲۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د هغه هیواد د خامو تیلو د صادراتو مخه نیولې ده.

خو رویټرز خبري آژانس د یو شمیر سرچینو په حواله راپور ورکړی دی چې د امریکا د سمندري محاصرې د پیل راهیسې، ایران توانیدلی دی چې د مایعو ګازو څو محمولې او د الوتکو د تیلو یوه محموله د محاصرې له ساحې وباسي.

د نفتي موادو د څو محمولو په قاچاق سربیره، د امریکا له خوا د ایران د سمندري محاصرې د پیل راهیسې، د هغه هیواد د خامو تیلو صادرات صفر دي.