د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې ایران ته د عسکرو د استولو نیت نلري او په هغه هیواد د اټومي وسلو د کارولو اړتیا نشته.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (اکټوبر ۱۵) له نیوز مکس خبري شبکې سره په خبرو کې د لوی بم د کارولو د احتمال په اړه چې د (بمونو د مور) په نامه مشهور دی د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا بم اټومي ندی او د اټومي وسلو د کارولو اړتیا نشته.
ټرمپ پدې مرکې کې وویل، " نه، اصلاً اټومي ندی، دا یوازې یو لوی بم دی. د یوه واړه اټومي بم په شان دی. خو د ټولو بمونو مور، یعني ستر بم دی... اټومي ندی. زه به اټومي وسلې ونه کاروم. اړتیا یې نشته."
سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ امریکا غږ ته په یو ځانګړي پیغام کې په ایران کې د "بمونو د مور" د کارونې په اړه د خپرو شویو راپورونو په اړه وویل چې د حساسو پوځي طرحو په اړه چې ممکن موجودې وي یا نه، نظر نه ورکوي.
سپینې ماڼۍ دا هم وویل چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي په موخه "ټول اختیارونه" لري.
دغه غبرګون په داسې حال کې څرګندیږي چې له دې وړاندې سي اېن اېن د څو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې د امریکا پوځ د ایران د انرژۍ په بنسټونو او اټومي تاسیساتو د تازه بریدونو طرحه چمتو کړې ده.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ له امریکایي رسنۍ نیوز مکس سره په خپله مرکه کې ویلي دي چې د ایران جګړه به ډیر ژر پای ته ورسیږي.
هغه وویل هغوی (ایران) له امریکا سره مذاکرات کوي او دا جګړه به له یوې لارې نه له یوې لارې پای ته ورسیږي.
ښاغلي ټرمپ دا هم وویل چې د جګړې تر پای ته رسیدو وروسته به د تیلو قیمت په شدت سره راټیټه شي.
ولسشمر د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې هغه په وار وار ویلي دي د ایران اټومي پروګرام له منځه تللی نو ولي بریا نه اعلانوي، ولسمشر وویل دی چې غواړي مطمین شي ایران هیڅکله اټومي وسلې ونلري.
ټرمپ د ایران اټومي موادو ته په اشارې وویل چې اوسمهال تر میلیونونو ټنو غرو لاندې خښ شوي دي.
ښاغلي ټرمپ وویل:"اوس موږ د کلنګ غره ته ګورو. ښایي موږ هلته لاړ شو. موږ به پر هغه ځای یو برید وکړو. موږ به یې ژر له منځه یوسو."
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د ایران په اړه دغه څرګندونې کوي چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ اعلان کړی دی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هرمز له تنګي څخه د څه باندې ۴۰ زره کښتیو د تیریدو خبر ورکړی دی.
ددغې قومندانۍ د فارسي ژبې په ایکس حساب لیکل شوي دي چې متحده ایالت او سیمه ایز شریکان یې د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري او تجارتي کښتۍ د ایران د سپاه پاسداران تجاوز کارانه اقداماتو سره سره له دې تنګي تیریږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې د هرمز په تنګي کې په هغو مسیرونو کې چې له ماینونو پاک دي، د تجارتي کښتیو تګ راتګ دوام لري.
فورم \ دبحث خونه