د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس هغه رپوټونه رد کړل چې گواکې سرحدي ساتونکو ته یې امر کړی چې د امریکا او مکسیکو ترمنځ پوله وتړي او که ددې امر پلي کوونکي مقامات له حقوقي مشکل سره مخ شي، هغوی به عفو شي.
ښاغلي ټرمپ په یو ټویټري پیغام کې لیکلي دي "هیڅکله یې د کورني امنیت مامورینو ته د عفو وړاندیز ندی کړی او هیڅکله یې چاته مې د سرحد د تړلو امر ندی کړی."
I never offered Pardons to Homeland Security Officials, never ordered anyone to close our Southern Border (although I have the absolute right to do so, and may if Mexico does not apprehend the illegals coming to our Border), and am not “frustrated.” It is all Fake & Corrupt News!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) April 13, 2019
خو بیا هم ښاغلي ټرمپ په خپل پیغام کې استدلال کړی دی "که مکسیکو د امریکا د سرحدونو په لور د غیر قانوني مهاجرتونو مخنیوی ونکړي، حق لرو چې دا کار وکړو".
د امریکا جمهور رئیس همداشان په خپل یو بل ټویټري پیغام کې د دموکرات گوند له غړو غوښتي چې د امریکا د مهاجرت قوانین سمدستي بدل کړي.
ښاغلي ټرمپ پدې پیغام کې لیکلي هغه ښارونه چې په کې غیر قانوني مهاجر راټول شوي باید د "خرابکارو ډلو د غړو، د مخدره توکیو او انسانانو د قاچاقبرانو او د مختلفو جنایتکارانو د مخنیوي" لپاره لاس په کار شي.