د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د بیړني حالت د پای ته رسولو په هکله د کانگرس مسوده رد کړله


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اضطراري حالت د ردولو په اړه د کانگرس مسوده رد یا ویټو کړله.

د امریکا د سنا مجلس دمخه په امریکا کې د بیړني حالت د پای ته رسولو په هکله په ٥٩ موافقو او ۴١ مخالفو رایو پریکړه کړې وه.

اوس که کانگرس وغواړي چې د جمهور رئیس ټرمپ ویټو لغوه کړي د دواړو مجلسونو له دریو نه دوه برخې رایو ته اړتیا ده.

د جمهور رئیس ټرمپ د ویټو په ردولو کې د پاتې راتگ په صورت کې د امریکا ستره محکمه وروستۍ پریکړه کوي.

دا لومړی ځل دی چې جمهور رئیس ټرمپ د ویتو له حق نه استفاده کوي.

له دې دمخه د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ له کانگرس نه د مکسیکو سره په پوله د دیوال کولو لپاره ٥،٧ میلیارد ډالر بودجه غوښتې وه.

ددغې بودجې سره د امریکا د استازو د مجلس د مخالفت په وجه د امریکا فدرالي حکومت د څه دپاسه یوې میاشتې لپاره تړل شوی و.

XS
SM
MD
LG