د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ بیا د دیوال جوړولو لپاره بودجه غواړي


د امریکا-مکسیکو په پوله د دیوال جوړولو کار
د امریکا-مکسیکو په پوله د دیوال جوړولو کار

جمهور رئیس دونالد ټرمپ د امریکا د متحده ایالاتو له کانگرس نه د ٢٠٢٠ کال په بودجه کې ٨،٦ میلیارده ډالر غواړي.

د امریکا د ٢٠٢٠ کال د بودجې په چارو کې دخیلو چارواکو د نوم د نه څرگندولو په شرط د رویترز اژانس ته ویلي د ښاغلی ټرمپ دغه غوښتنه خلکو ته څرگندوي چې هغه لا هم د مکسیکو سره په پوله د ښه امنیت او د انساني او مخدره توکیو د قاچاق د مخنیوي لپاره په خپلو ژمنو ولاړ دی.د ښاغلي ټرمپ دغه غوښتنه له هغه پیسو څخه شپږچنده زیاته ده چې کانگرس په تیرو دوو کلونو کې سرحدي پروژو ته ځانگړې کړي.

داسې ښکاري چې د کانگرس د استازو په مجلس کې د دموکراتانو اکثریت سره چې د سرحدي دیوال جوړولو سره مخالف دي ‏د ښاغلي ټرمپ پیشنهاد به ونه منل شي.دا چې کانگرس دې دا طرحه ومني او که نه، خو د سرحدي امنیت په اړوند د ښاغلي ټرمپ د ٢٠٢٠ کال د انتخاباتي مبارزې یوه موضوع وي.

د ٢٠١٦ کال په انتخاباتي مبارزې کې د ښاغلي ټرمپ یوه انتخاباتي ژمنه "دیوال جوړ کړه" وه او اوس یې د ٢٠٢٠ کال د انتخاباتو لپاره شعار مخکې له مخکې په "دیوال بشپړ کړه" باندې بدل شوی دی.

د امریکا ٢٠٢٠ مالي کال د ٢٠١٩ کال د اکتوبر په لومړۍ نتیټه پیل کیږي او باید د حکومت د بودجې طرحه تر دې نیټې پورې د کانگرس له خوا تصویب شي، که دا کار ونشي حکومت بیا تړل کیږي.

۱۱۶۲ کیلومتره دیوال

د امریکا-مکسیکو په پوله د ١١٦٢ کیلومتره دیوال جوړول شاوخوا ١٨ میلیارد ډالر بودجه ایجابوي. د امریکایي مقاماتو په وینا تر اوسه ۱۷۹ کیلومتره دیوال جوړ شوی دی او د هر کیلو متر دیوال لپاره څه دپاسه ١٥،٦ میلیون ډالر لگیږي.

ښاغلي ټرمپ په ٢٠١٩ مالي کال کې ٥،٧ میلیارد ډالر د سرحدي دیوال لپاره غوښتي وو، خو کانگرس یواځې ١،٣٧٥ میلیارد ډالر ددې پروژې لپاره منظور کړل.

د کانگرس ددغه تصمیم وروسته ښاغلي ټرمپ د امریکا په جنوبي او جنوب لویدیځه پولو بیړنی حالت اعلان کړ چې وکړای شي د دولت د وزارتونو په ځانگړې توگه د دفاع او داخلي امنیت وزارتونو له بودجې نه ددې پروژې د پلي کیدو لپاره استفاده وکړي.

د دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو په گډون د امریکا د کانگرس زیات شمیر وکیلانو جمهور رښیس ټرمپ د بیړني حالت د اعلانولو په خاطر له واک نه په ناوړه استفادې کولو تورن کړی دی.

د امریکا د کانگرس د استازو مجلس د ښاغلي ټرمپ د سیال دموکرات گوند په کنترول کې دی او په اکثریت سره یې د بیړني حالت د لغو کولو لپاره رایه ورکړې ده او تمه ده چې د سنا مجلس چې د جمهور د پلویانو په کنترول کې دی هم د استازو د مجلس رایه تائید کړي.

XS
SM
MD
LG