د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د غزې په اړه د خپل ۲۰-مادیزه سولې پلان، چې په غزې کې یې د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړه ختمه کړه، د دویمې پړاو د پیل خبر ورکړ او وايي چې د فلسطیني قلمرو د چارو د څار لپاره د «سولې بورډ» جوړ شو.
ځانګړي استازي سټیف ویتکاف په همدې اونۍ کې د سولې د دغه پلان د دویم پړاو د پيل خبر اعلان کړ، چې له اوربند څخه د ناپوځي کېدو، تکنوکرات حکومت او بیا پخلاینې انتقال څرګندوي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د خپل ټروټ سوشیل په حساب کې ولیکل چې «د سولې بورډ جوړ شو،» او هغه يې «تر دې دمه جوړ شوی عالي او ډېر ویاړلی بورډ» بللی دی.
هغه یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د حماس ترهګره ډله باید «خپلې ژمنې عملي کړي، چې د وروستي یرغمل شوي اسرائیلي د مړي سپارل» هم په کې شامل دی او ویلي دي چې دا ډله «له اسانې لارې او یا له سختې لارې... سوله د ځواک له لارې» سره تطابق کولای شي.
د همدې اونۍ په پیل کې ویتکاف په خپل ایکس حساب کې د «ټولو نامسوله افرادو د بې وسلې کولو» په اړه جزیات خپاره کړل. هغه وویل: «متحده ایالتونه توقع لري چې حماس به خپل مکلفیتونه په بشپړ ډول عملي کوي، چې په کې د وروستي مړه شوي اسرائیلي یرغمل د مړي سپارل هم شامل دي. په دې کې پاتې راتلل به جدي عواقب ولري.»
د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو دا اعلان یو «سمبولیک» اقدام وګڼه او د یرغمل شویو کورنیو ته یې وویل چې اداره کوونکې کمېټه «یو اعلامي اقدام» دی، نه کوم ثابت پرمختګ.
ولسمشر ټرمپ د تېرکال د سپتمبر په میاشت کې له نتنیاهو سره یو ځای په خبري کنفرانس کې د سولې پلان اعلان کړ، نتنیاهو دا پلان تائید کړ او ویې ویل که تطبیق شي، اسرائیل به د حماس په وړاندې د خپلې جګړې اهداف ترلاسه کړي.
د متحدو ایالتونو د سولې د پلان په لومړي پړاو کې اوربند اعلان شو او حماس ټول هغه یرغمل شوي کسان، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د یرغل په مهال او له هغه وروسته نیولي، پرېښودل. د دغه برید له کبله په غزې کې جګړه پیل شوه.
په لومړي پړاو کې همدغه راز له حماس څخه غوښتل شوي چې په دویم پړاو کې به د عربو او مسلمانو دولتونو د ایتلاف له لوري بې وسلې کېږي، دغه ایتلاف هم دا پلان تصویب کړی دی.