د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د غزې د سوکالۍ لپاره تر هر څه مخکې امنیت مهم دی


سپینه ماڼۍ وایي چې د غزې د بیارغونې او حکومتولۍ په هر پلان کې "امنیت" لومړیتوب لري او په دې سیمې کې د سوکالۍ لاره یوازې د مشخص امنیتي ترتیباتو په چوکاټ کې ترلاسه کیدای شي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي، د "ټایمز اف اسرائیل" هغه راپور ته په غبرګون کې چې د نړۍ یو شمیر مشرانو موافقه کړې چې د "غزې د سولې هیئت" سره یوځای شي، د امریکاغږ فارسي څانګې ته ویلي چې په غزې کې د سوکالۍ لپاره "لومړی او تر ټولو مهم، امنیت ته اړتیا ده".

د غزې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د پلان په اساس، د "غزې د سولې هیئت" به له جګړې وروسته د دې تړانګې مدیریت به په غاړه ولري.

د ټرمپ د طرحې په اساس، ټاکل شوې ده چې په غزې کې د ثبات ټینګولو په موخه، یو نړیوال ځواک به ځای په ځای شي. خو د سپینې مانۍ د دې چارواکي په وینا تراوسه پورې "د دې ځواک په اړه وروستئ پرېکړه نده شوې".

د سپینې ماڼۍ دې چارواکي زیاته کړې چې د اسرائیل امنیتي ځواکونه، د سولې کمیټه او د فلسطیني ټیکنوکراتانو کمیټه به د عملیاتي پریکړو مسوولیت ولري، چې په جزئیاتو یې لا هم کار روان دی.

د دې چارواکي په خبره، هیڅ امریکایی ځواک به په غزه کې نه وي، او د متحدو ایالتونو مرکزي قومنداني (سنټکام) د "ثبات ساتلو نړیوال ځواک" لپاره پلانونه جوړوي.

د غزې د سولې په پلان کې د شخړو د قواعدو تعریف، د ګډون کوونکو هېوادونو پېژندل، او د ثبات ساتنې د نړیوال ځواک د عملیاتي صلاحیتونو پېژندل شامل دي، او موخه یې دا ده چې په تدریجي ډول دا میکانیزم د غزې په ځنو برخو کې د اسرائیل د پوځي شتون ځای ونیسي.

"ټایمز اسرائیل"د ځانګړي راپور په اساس، د متحدو ایالتونو حکومت د جګړې ښکیلو خواوو ته خبر ورکړی چې دوی د مصر، قطر، متحده عربي اماراتو، بریتانیا، ایټالیا او جرمني څخه ژمنې ترلاسه کړې دي چې د دوی مشران به د ولسمشر ټرمپ سره یوځای د غزې د "سولې هئیت" کې ګډون کوي.

د دې هڅو په لړ کې، د متحدو ایالتونو، فرانسې او سعودي عربستان چارواکي د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۸) په پاریس کې د لبنان د پوځ له مشر سره غونډه وکړه، چې موخه یې په لبنان کې د حزب الله د بې وسلې کولو د څرنګوالي په اړه خبرې وې.

دا لیدنه په داسې حال کې وشوه چې د حزب الله مشران ټینګار لري چې په هېڅ حالت که به خپلې وسلې تسلیمي نکړي.

خو له دې سره سره، امریکایی، فرانسوي او سعودي چارواکي هیله مندي ښودلې چې د ډیپلوماتیک فشار، د لبنان لپاره د امنیت تضمین او د هیواد د اردو پیاوړتیا ترکیب کولای شي د بې وسلې کولو د اوږدې او تدریجې پروسې لپاره لاره هواره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG