ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر ۱۰مه په واشنګټن کې له خپل اسراییلي سیال سره وګوري، او ښايي د بحث موضوع د غزې لپاره د امریکا د سولې پلان اجنډا وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپتمبر کې د غزې لپاره د سولې پلان وړاندې کړ چې په اکتوبر کې یې اوربند ټینک کړ د اسراییل او د حماس د ترهګرې ډلې ترمنځ دوه کلنه جګړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه په اسراییلو باندې د برید سره پیل شوې وه پای ته ورسوله.
ټاکل شوې ده چې روبیو د چهارشنبې د ډسمبر ۱۰مه د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسراییلو د بهرنیو چارو له وزیر ګیډون سار سره وګوري.
سار یوه ورځ مخکې، په واشنګټن کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتو قانون جوړونکو سره چې د یهودي دولت سخت ملاتړي دي، ولیدل.
ټرمپ د دسمبر په ۳مه خبریالانو ته وویل چې د هغه د سولې پلان دوهم پړاو به "ډیر ژر پلي شي".
لومړی پړاو د اکتوبر په لسمه د اسراییلو او حماس لخوا د سمدستي او د نا معلوم وخت لپاره د اوربند سره پیل شو.
حماس د اوربند په لومړۍ ورځ ۲۰ ژوندي یرغمل خوشې کړل او له هغې وروسته اونیو کې یې د ۲۸ وژل شویو یرغملو له جملې څخه د ۲۷ کسانو جسدونه بیرته وسپارل.
اوس یواځې د یوه وژل شوي اسرائیلي یرغمل مړی په غزې کې پاتې دی. دا اسرائیلي وګړی رون ګیفلي نومیږي او د اسرائیل د پولیسو یو افسر و.
اسراییل هم فلسطيني امنیتي بندیان خوشې کړل او د هر وژل شوي اسراییلي یرغمل جسد په بدل کې یې د ۱۵ فلسطینیانو جسدونه سپارلي دي.
د اوربند د لومړي پړاو له مخې، اسراییلي ځواکونه هم په غزه کې له ځینو ځایونو څخه ووتل او د اسراییل پولې ته نږدې د سیمې شاوخوا د نیمایي برخې کنټرول یې په لاس کې واخیست.
د اوربند د دوهم پړاو په اساس، ټاکل شوې ده چې د ثبات ټینګولو یو نړیوال ځواک د غزې په نیمایي برخه کې چې لا هم د حماس تر کنټرول لاندې ده، ځای پر ځای شي او دا ډله بې وسلې کړي.
خو حماس د بې وسلې کولو غوښتنې رد کړې دي.
فورم \ دبحث خونه