سپینه ماڼۍ وايي چې امریکایي مرکچیان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د سولې پلان د دوهم پړاو لپاره په خاموشۍ پلان جوړولو بوخت دي چې د اسراییل او حماس د ترهګرې ډلې ترمنځ د دوه کلنې جګړې په جریان کې د اکتوبر په میاشت کې اوربند ټینګ کړ.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د پنجشنبې په ورځ، د ډسمبر په ۱۱مه، په یو مطبوعاتي کنفرانس کې، د ولسمشر ټرمپ د غزې د سولې د پلان په اړه د امریکا غږ د خبریال مایکل لیپین د پوښتنې په ځواب کې، وویل: "د سولې د تړون د دوهم پړاو لپاره اوس مهال د پردې تر شا ډېر په خاموشۍ پلانونه روان دي، او کله چې متحده ایالتونه چمتو وي چې دا اعلانونه د سولې بورډ، ISF [ د ثبات نړیوال ځواک] او د فلسطین ټیکنوکراتیک حکومت ته عام کړي، موږ به دا اعلانونه په مناسب وخت کې وکړو."
لومړی پړاو د اکتوبر په لسمه د اسراییلو او حماس لخوا د سمدستي او د نا معلوم وخت لپاره د اوربند سره پیل شو.
په دې پړاو کې حماس اړ وچې ټول هغه یرغمل شوي کسان بیرته خوشې کړي چې په ۲۰۲۳ کال یې په اسراییل باندې د یرغل دمخه او په جریان کې یې نیولي وو او د اوربند په پیل کې یې لا هم په غزه کې بندیان ساتلي وو.
د دغو ۴۸ یرغمل شویو کسانو څخه، حماس ټول خوشې کړي، پرته له یو، اسراییلي پولیس افسر ران ګویلي، چې د اکتوبر د ۷مې په برید کې ووژل شو او جسد یې غزې ته یوړل شو. میرمن لیویټ ګویلي ته په اشارې وویل: "البته، موږ لاهم په وروستي یو باندې کار کوو."
د اوربند د شرایطو له مخې، حماس باید پاتې ۴۸ یرغمل شوي کسان اسراییل ته سپارلي وای، او په بدل کې یې اسراییل شاوخوا ۲ زره فلسطیني امنیتي بندیان خوشې کړي وای او د سلګونو وژل شویو فلسطینیانو مړي یې هم سپارلي وای.
د اوربند د دوهم پړاو په اساس، ټاکل شوې ده چې د ثبات ټینګولو یو نړیوال ځواک د غزې په نیمایي برخه کې چې لا هم د حماس تر کنټرول لاندې ده، ځای پر ځای شي او دا ډله بې وسلې کړي.
خو حماس د بې وسلې کولو غوښتنې رد کړې دي.
لیویټ وویل چې هغې د پنجشنبې په ورځ د متحدو ایالتونو له مرکچیانو او هغو ټیمونو سره خبرې کړي چې "په سیمه کې" د دوهم پړاو پر پلان جوړولو بوخت دي.
لیویټ زیاته کړه "دوی هڅه کوي چې پدې اړه دقیق او محتاطه اوسي. په غزه کې سوله هغه څه ده چې خلک یې د ۷۰ کلونو راهیسې د ترلاسه کولو هڅه کوي. دا یوه پیچلې ستونزه ده، او دا اداره غواړي چې د هغې په اړه ډیر فکر وکړي، او موږ غواړو چې یوه دوامداره او تلپاتې سوله یقیني کړو".
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل چې د سولې د بورډ غړي، چې هغه به یې مشري وکړي، "د راتلونکي کال په لومړیو کې" اعلان شي.
ټرمپ وویل: "دا به یو له ډیرو افسانوي بورډونو څخه وي." "په اصل کې، دې کې به د ډیړو مهمو هیوادونو مشران وي. پاچاهان، ولسمشران، لومړي وزیران - دوی ټول غواړي چې د سولې بورډ کې وي."
فورم \ دبحث خونه