ټرمپ د ایران په وړاندې د پوځي انتخابونو کموالی رد کړ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په وړاندې د امریکا د نظامي انتخابونو محدودوالی رد کړ.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ (د اګست ۲۱) د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې "ایا د امریکا لخوا اقتصادي جګړې ته مخه کول په سیمه کې د ایران پر وړاندې د امریکا د انتخابونو د محدودوالي ښکارندويي نه کوي" وویل چې "نه، دا بیخي داسې نه ده."

ډونالډ ټرمپ زیاته کړه: "[ایران په وړاندې اقتصادي جګړې ته مخه کول] په دې مانا ده چې موږ به وګورو چې څه کیږي. هغوی پیسې نه لري. بحري ځواک نه لري. هوايي ځواک نه لري. خپلو سرتېرو ته معاش نه ورکوي. خپلو پولیسو ته پیسې نه ورکوي. هغوی (ایرانیان) ۳۵۰ سلنه انفلاسیون لري."

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالات په بشپړ ډول د هرمز پر تنګي کنټرول لري.

ولسمشر ټرمپ تر دې څرګندونو وروسته په جنوبي کارولینا کې د وینا پرمهال وویل چې هرمز تنګی اوسمهال امریکا قلمرو دی.

بلخوا د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې امریکایي ځواکونو تر اوسه ۶۸ کښتۍ بیرته ستنې کړي، درې یې له منځه وړي او دوو ته ختلي چې وګوري آیا د امریکا لارښونې یې عملي کړي که نه.

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د ایران په اړه دغه تازه څرګندونې کوي چې واشنګټن څو ورځې وړاندې په تاریخ کې د ایران پر ضد د 'ځپونکو اقتصادي عملیاتو' د پیل کولو اعلان وکړ .

خو د امریکا ددې اقداماتو په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا ډول بندیزونه په نړیوال قانون کې هیڅ اساس نه لري.