ایران سره د هوکړې په اړه د ټرمپ شرایط: ایران باید اټومي وسلې ونلري او هرمز تنګی خلاص وي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (مې ۲۹) په خپل تروت سوشل ټولنیزې شبکې د ایران د جګړې په تړاو یو اوږد پیغام خپور کړ او په دې پیغام کې یې خپلې ټولې غوښتنې مطرح کړې.

ولسمشر ټرمپ لیکلي دي چې همدا اوس د خپل حکومت له چارواکو سره ویني څو له ایران سره د هوکړې په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.

ولسمشر ټرمپ په دې پیغام کې لیکلي دي چې ایران باید هوکړه وکړي چې هیڅ وخت اټومي وسلې یا بمب ونلري، هرمز تنګی باید ژر تر ژره خلاف شي، حق العبور وانه خیستل شي او د بیړیو په تګ راتګ هیڅ محدودیت نه وي.

ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې سرچینو تیره ورځ امریکا غږ ته تایید کړه چې واشنګټن او تهران د اوسني اوربند د غځولو په اړه هوکړې ته نږدې شوي دي او دا هوکړه د ولسمشر ټرمپ تایید ته اړتیا لري.

متحدو ایالتونو او اسرائیل د روان میلادي کال د فبروري په ۲۸ نیټه اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي او د یاد هیواد د نورو ناوړه فعالیتونو د مخنیوي په هدف د یاد هیواد په وړاندې د حماسي غضب په نامه عملیات پیل کړل.

ایران هم بریدونه پیل کړل او د هرمز په تنګي کې یې د نړیوالو کښتیو د تګ راتګ په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړل.

د متحدو ایالتونو ولسمشر د اپریل په اتمه نیټه اوربند اعلان کړ څو ددې ستونزې لپاره د حل لار پیدا شي.

د ولسمشر ټرمپ د جمعې ورځې پیغام، چې د "ټروت سوشل" په ټولنیزې رسنۍ خپور شوی، د ایران سره د اوربند د پايښت په اړه د هوکړې لپاره د متحده ایالاتو درې نور شرطونه هم منعکس کړي دي.

ډونالډ ټرمپ وویل چې د هرمز تنګي کې د ایران لخوا ایښودل شوي ټول ماینونه باید د ایران لخوا لرې شي. د امریکا ولسمشر لیکلي چې متحده ایالات د خپلو "بې ساري اوبو لاندې ماین پاکوونکو وسایلو" په کارولو سره د دې ماینونو څخه ډېر شمېر چاودلي او ویجاړ کړي دي.

په دې پیغام کې، ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا د ایران د بډایه شويو یورانیمو پر له منځه وړلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ایران د اټومي وسلو په کچه بډایه شوی یورانیم، چې ۱۱ میاشتې وړاندې د متحده ایالتونو له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو له بمبارۍ راهیسې تر ځمکې لاندې شوی "د متحده ایالتونو له خوا ... ...د ایران اسلامي جمهوریت او د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره په نږدې همغږۍ او همکارۍ کې کشف او ویجاړې شي."

ټرمپ وویل هغه کښتۍ چې د امریکا د "بریالۍ" محاصرې له امله د هرمز په تنګي کې بندې وې، باید خپلو منزلونو ته د راستنېدو لپاره چمتو شي.

ډونالډ ټرمپ وویل: "هغه کښتۍ چې د امریکا د بحري ځواکونو د بریالۍ محاصرې له امله په تنګي [هرمز] کې بندې پاتې وې – چې اوس به لیرې شي – کولی شي د کور ته د راستنېدو پروسه پیل کړي! مهرباني وکړئ خپلو مېرمنو، خاوندانو، والدینو او کورنیو ته زما له خوا سلامونه ورسوئ، ستاسو محبوب ولسمشر!"

ډونالډ ټرمپ د اپریل په ۱۳مه، د ایران د بندرونو او ساحلي سیمو پر نا محدوده محاصرې پیل وکړ، ترڅو د ایران د تیلو صادرات، چې د تهران د عوایدو اصلي سرچینه ده، ودروي او پر ایران اقتصادي فشار زیات کړي ترڅو د امریکا غوښتنې ومني.

د دې راپور تر خپرېدو پورې دا لا روښانه نه ده چې د ولسمشر ټرمپ دا وینا چې محاصره "اوس به لرې شي" د محاصرې د پای نښه ده او که دا به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې ولسمشر د تړون وروستۍ منظوري ورکړي.

د دې راپور تر خپرېدو پورې سپینې ماڼۍ د امریکا غږ له خوا د محاصرې د وضعیت په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه و ویلی. د امریکا مرکزي قومندانۍ دا موضوع سپینې ماڼۍ ته راجع کړه.

په ورته وخت کې د ایران جګپوړي مرکچي، محمد باقر قالیباف، د جمعې په ورځ د ایکس په یوه پیغام کې لیکلي چې ایران له خپلو دښمنانو څخه امتیازات "د خبرو اترو له لارې نه، بلکې په توغندیو" ترلاسه کوي، او زیاته یې کړه چې "د بل لوري له اقدام څخه مخکې به هیڅ اقدام ونه شي."

تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ د پالیسۍ د چارو رئیس او په کورني امنیت کې د ولسمشر سلاکار، سټیفن میلر، د پنجشنبې په ورځ (مې ۲۸مه) له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې ایران "متحدو ایالتونو ته د پام وړ، محسوس امتیازات ورکړي دي چې تر دې وروستیو پورې ناممکن وو."

میلر زیاته کړه: "تر هغه چې هر څه وروستی نه وي، هېڅ شی وروستی نه دی، او ولسمشر ټرمپ روښانه کړی چې هغه د ځان لپاره دا اختیار خوندي ساتي، اوس یا په راتلونکي کې هر وخت، چې د امریکا د متحده ایالتونو د ملي امنیت د دفاع او ساتنې لپاره هر څه چې اړین وي، هغه ترسره کړي."