اوکراین د روسیې پر انرژۍ د بریدونو د درولو لپاره چمتووالی نیسي

د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونې یوه ورځ وروسته چې ویلي یې و روسیې او اوکراین دې د یو بل پر انرژۍ د بریدونو د درولو هوکړه کړې، اوکراین د سې‌شنبې په ورځ، د سپټمبر ۱۵مه، وویل چې د انرژۍ په برخه کې د اوربند لپاره چمتو دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها وویل، هېواد یې چمتو دی چې د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه ودروي او د دې هدف لپاره د نړیوالو شریکانو له هڅو ملاتړ کوي.

اندري سیبیها، وویل، "اوکراین د اوربند لپاره چمتو دی. زموږ شریکان زموږ له دریځه خبر دي. زموږ نږدې او نړیوالو شریکانو نور وړاندیزونه هم کړي چې له لارې یې د ګډو هڅو په وسیله د انرژۍ په برخه کې اوربند ته ورسېږو. "

د سیبیها څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل کې ولیکل چې روسیه او اوکراین موافقه کړې چې د یو بل د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه ونه کړي.

ټرمپ ویلي وو چې اوکراین موافقه کړې چې د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه ونه کړي او روسیه هم ورته اقدام ته چمتو شوې ده. ولسمشر ټرمپ د نړۍ په بازارونو کې د ډیزل د بیو د لوړېدو اصلي لامل د روسیې او اوکراین جګړه بللې وه.

دا مطلب هم ولولئ

ټرمپ له زیلینسکي غوښتي چې د روسیې د ډیزلو تاسیسات په نښه نکړي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي هم ویلي چې که د اوکراین متحدین ډاډ ورکړي چې روسیه به د اوکراین د برېښنا پر شبکو، د انرژۍ په نورو تاسیساتو او مهمو زیربناوو بریدونه نه کوي، نو اوکراین به د ورته بریدونو له درولو سره موافقه وکړي.

کرملین د انرژۍ د اوربند هرکلی کوي

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ، کرملین، ویلي چې د ټرمپ د انرژۍ د اوربند له وړاندیز سره موافق دي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، روسیه د امریکا له لوري د وړاندې شوې نظریې هرکلی کوي، خو ادعا یې وکړه چې اوکرایني ځواکونو د سې‌شنبې په شپه د روسیې په یوه سیمه کې د انرژۍ پر تاسیساتو د برید هڅه کړې ده.

پیسکوف وویل چې مسکو له امریکايي چارواکو سره په تماس کې دی او د اوکراین د جګړې لپاره د سوله‌ییز حل‌لارو ملاتړ کوي.

په وروستیو میاشتو کې اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د روسیې پر تېلو او د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه زیات کړي دي. د دغو بریدونو له امله په روسیه کې د تېلو تولید اغېزمن شوی او مسکو د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ډیزلو صادرات هم درولي دي.

په کییف کې د تېلو ټانکرونه په نښه شوي

په همدې حال کې د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې د سې‌شنبې په سهار د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د تېلو دوه ټانکرونه په نښه شوي دي.

کلیچکو ویلي چې د سهار په بریدونو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او د کییف په بېلابېلو سیمو کې د بې‌پیلوټه الوتکو د لګېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

لاوروف: د مذاکراتو پر مهال به جګړه دوام وکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بیا ویلي چې مسکو به د احتمالي مذاکراتو پر مهال په اوکراین کې خپلې پوځي چارې ونه دروي.

لاوروف ویلي چې روسیه به هغه څه ته چې ځانګړي پوځي عملیات یې بولي، د هر ډول احتمالي خبرو پر مهال هم دوام ورکړي.

اوکراین بیا په وار وار ټینګار کړی چې د سولې د خبرو د پیل لپاره باید لومړی اوربند وشي.