ټرمپ: سپاه پاسداران به په هغه شکل چې داعش ته مو ماته ورکړه له منځه یوسو

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي متحده ایالات به د ایران سپاه پاسداران په هماغه شکل له منځه یوسي کوم چې داعش ته یې ماته ورکړه.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د چهار شنبې په ورځ (جولای ۱۵) په پنسلوانیا ایالات کې د دفاع او نوښتونو د کلنۍ غونډې څخه مخکې فاکس نیوز ته کړي او ویلي یې دي چې د ځان په اړه د ایران په ګواښونو فکر نه کوي.

هغه ویلي ټول تمرکز یې د سپاه پاسداران له منځه وړل دي، هغه بنسټ چې د نوموړي په وینا، د متحدو ایالاتونو د دوامداره بریدونو له امله یې خپله ۹۰ سلنه تسلیحاتي وړتیا له لاسه ورکړې ده.

ولسمشر زیاته کړې:"موږ به په ښه وضعیت کې ووسو. هغوی کمزوري شوي. تسلیحات یې ۹۱ سلنه کم شوي. د ډرونونو وړتیا یې په شدت کمه شوې. تر اوسه یوه اندازه لري، خو ډیر ندي. د تولید وړتیا یې کمه شوې ده. د هغوی د راکټونو او مزایلو د توغولو وړتیا د پام وړ کمه شوېده."

ولسمشر ټرمپ، په پنسلوانیا ایالت کې د دفاع او نوښتونو د غونډې پرمهال وویل چې ایران له امریکا سره یوې هوکړې او جوړجاړي ته ډیره لیوالتیا لري.

نوموړي وویل: "موږ د ایران په وړاندې ډیر ښه پر مخ ځو. د ایران اسلامي جمهوریت همدا اوس خوښ نه دی. دا کار باید ۴۷ کاله وړاندې شوی وای. دا کار باید لږ تر لږه د ۴۷ کلونو په موده کې شوی وای. او ونه شو. نورو ولسمشرانو هغه څه ونه کړل چې سم وو. دوی باید دا کار ډېر وخت مخکې کړی وای، نو ډېره به آسانه وای. هغوی جوړجاړی غواړي. زموږ کړنې د هغوی نه خوښېږي، هغوی په رښتیا هم جوړجاړی غواړي. موږ به وګورو چې ایا له هغوی سره جوړجاړی کوو او که یې یوازې ختموو."

بلخوا د ایران د پوځ ویاند ابراهیم ذوالفقاري نن پنجشنبې ویلي دي چې تهران به د هرمز په تنګي کې د متحدو ایالاتونو مداخلې ته اجازه ورنکړي او دا د هغوی لپاره سره کرښه ده.

د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د تیرې یووې اوونۍ راهیسې د تاوتریخوالو د زیاتیدو په دوام، ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی که ایران خبرو ته حاضر نشي، نو امریکا به د یاد هیواد د بریښنا تولیدي دستګاوي او پلونه هم په نښه کړي.

ایران خبرداری ورکړی که یې تاسیسات په نښه شي نو تهران به په سیمه کې پاتې تاسیسات په نښه کړي.