ترکیه: د کردستان د خپلواکۍ ریفرینډم به کورنۍ جګړه پیل کړي

ترکیې خبرداری ورکړی چې په کردستان کې د خپلواکۍ لپاره ریفرینډم یا ټول پوښتنه به د کورنۍ جګړې د پیل سبب شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د چارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د عراق په نیمه خودمختاره سیمه، کردستان کې د خپلواکۍ لپاره ټول پوښتنې د ډیرو ستونزو د پیدا کیدو سبب شي.

کردستان اعلان کړی چې دغه انتخابات د را روانې میاشتې په 25مې نیټې وکړي. د کردستان جمهور رئیس ویلي دي چې پدې انتخاباتو کې معلومه شي چې آیا کردستان د عراق نه بیلیدل غواړي که نه خو ترکیې بیا خبرداری ورکړی چې دا به په کردستان کې د کورنۍ جګړې د پیل کیدو سبب شي.

د ټولو نه زیات کردان په ترکیه کې ژوند کوي. ترکیه د کردستان سره نږدې اړیکې لري خو د کردانو د کارګر ګوند د وسله والې ډلې سره د څو کالونو راپدیخوا په وسله واله جګړه کې هم ښکیله ده. ترکیه د یوه خپلواک کردستان د جوړیدو سره کلک مخالفت لري.​

د یادونې وړ ده چې د عراق د کردستان مشر مسعود برزاني تیره اونۍ ویلي و چې امریکا ترېنه غوښتي چې د کردي خودمختاره سیمې د خپلواکۍ په هکله د سپټمبر د ٢٥ عمومي نظرپوښتنه وځنډوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د جمعې په ورځ دغه خبره د عراق د کردستان د مشر مسعود برازاني سره په تیلفوني خبرو کې مطرح کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي داسې اندیښنې شته چې دغه نظرپوښتنه ښایي پاملرنه "له نورو مهمو اولیتونو نه" بل لور ته واړوي. دا وخت مهمه داعش ته ماتې ورکول دي.