د لاس رسي وړ اتصالات

ترکيې په سوریه کې پر کردي جنگیالیو برید کړی


امریکا کردي جنگیالیو ته وسلې ورکړي، خو ترکیه اندیښمنه ده چې کیدای شي دغه وسلې د کردستان د کارگر گوند د جنگیالیو لاس ته ورشي
امریکا کردي جنگیالیو ته وسلې ورکړي، خو ترکیه اندیښمنه ده چې کیدای شي دغه وسلې د کردستان د کارگر گوند د جنگیالیو لاس ته ورشي

کردي جنگیالي د سوریې د دموکراتیکو قواو یوه برخه ده چې د امریکا متحده ایالات یې د داعش په ضد جگړه کې ملاتړ کوي.

د ترکیې پوځ وایي د سوریې په شمال کې یې تیره شپه د سوري کردانو پر اهدافو بریدونو کړي دي. انقره وایي کردي قواو د ترکیې پر ملاتړو ځواکونو د توپ ډزې کړې وې او دوی یې په ځواب کې دغه برید کړی دی.

د ترکیې د پوځ یوه اعلامیه وایي چې دغه نښته د سوریې په شمال کې د افرین په سیمه کې شوې ده.

د کردانو د "خلکو د ساتنې واحدونه" د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو یوه برخه ده چې امریکایي ملاتړ کوي او په رقه کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد جنگیږي.

خو ترکیه د کردي جنگیالیو سخته مخالفه ده او هغه د کردستان د کارگر گوند پی کی کی یوه برخه گڼي چې د ٨٠ لسیزې راهیسې د ترکیې په جنوب ختیځ کې ددې هیواد په ضد مبارزه کوي.

د کردي قواو نه د امریکا په ملاتړ کې د وسلو ورکړه هم شامله ده چې ترکیه یې اندیښمنه کړې او فکر کوي چې دغه وسلې به د کردستان د کارگر گوند جنگیالیو لاس ته ورشي.

د ترکیې حکومت ویلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس ورته ډاډ ورکړی چې د رقه ښار د نیولو وروسته به امریکا دغه وسلې بیرته له کردي جنگیالیو نه ټولې کړي، خو ښاغلي متیس د سه شنبې په ورځ وویل چې د کردانو د "خلکو د ساتنې واحدونو" ته به د امریکا مرستې دوام وکړي.

ښاغلي متیس خبریالانو ته وویل چې "مونږ به ټول هغه څه وکړو چې په وس مو وي"، خو زیاته یې کړه هغه وسلې چې کردي قواو ته ورکړل شوي په دې پورې اړه لري چې بل ماموریت څه دی.

ښاغلي متیس وویل کله چې دوی مشخصو شیانو ته نور احتیاج ونه لري، مونږ هغه به په هغو شیانو مبادله کړو چې هغوی ورته اړتیا لري.

د امریکا د دفاع وزیر به د پنجشنبې په ورځ د جون په ٢٩ په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې د ترکیې د دفاع وزیر سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG